د کوز سویلي وزیرستان د واڼا په غواخواه سیمه کې د ،عبدالرؤف، په ټنل فارم کې د ټماټرو کرونده دا مهال په ډېر ښه او روغ حالت کې ولاړه ده. په دې فارم کې د عصري کرنیزو طریقو کارولو د لوړ کیفیت او ښه حاصل لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی او د سیمي د بزګرانو لپاره یې د بریالۍ او عصري کروندې یوه عملي بېلګه وړاندې کړې ده.
په فارم کې د ټماټرو بوټي د مزیو او ځانګړو ملاتړکوونکو ستنو په مرسته نېغ پورته روزل شوي دي. د دې طریقې له امله بوټي پر ځمکه نه پرېوځي، لمر او تازه هوا ورته په مساوي ډول رسېږي او د ټماټرو غوټې له خاورې او لندبل څخه خوندي پاتې کېږي. همدا لامل دی چې مېوه له داغونو، خرابېدو او خوسا کېدو خوندي وي او بازار ته په لوړ کیفیت وړاندې کېږي.
په دې فارم کې د څاڅکي اوبه خور یا ډرېپ اریګېشن عصري سیستم هم کارول شوی دی. د دغه سیستم له لارې اوبه او سرې په مستقیم ډول د بوټو ریښو ته رسېږي، چې له امله یې د اوبو سپما کېږي، د سرې ضایع کېدل کمېږي او بوټو ته اړینه غذا په متوازن ډول رسېږي. د ځمکې سطحه نسبتاً وچه پاتې کېږي، چې ورسره د فنګسي ناروغیو او نورو نباتي افتونو د رامنځته کېدو خطر هم کمېږي.
د فارم د اوسني وضعیت له مخې، د ټماټرو بوټي له ګڼ شمېر غوټو ډک دي او مېوې یې په یو شان اندازه، ښه رنګ او لوړ کیفیت ښکاري. که څه هم ډېری ټماټر لا شنه دي، خو تمه کېږي چې په راتلونکو اوونیو کې به د راټولولو پړاو ته داخل شي او د بازار اړتیاوې به په ښه کیفیت پوره کړي.
کوز سویلي وزیرستان له پخوا راهیسي د پاکستان په هغو سیمو کې شمېرل کېده چې د لوړ کیفیت او خوندورو ټماټرو له امله یې ځانګړی شهرت درلود. د واڼا، غواخواه، شکۍ، اعظم ورسک، شین ورسک او نورو کرنیزو سیمو ټماټر به د خپل ښه خوند، کلک پوست، اوږدې ساتنې او لوړ معیار له امله د پاکستان بېلابېلو ښارونو او سبزي منډیو ته لېږدول کېدل او تل به یې ښه بیه ترلاسه کوله.
د سیمي بزګران وایي، د ټماټرو د ډېر حاصل او لوړ کیفیت له امله به د سوداګرو له لارې د دې سیمي پیداوار افغانستان او د خلیج یو شمېر هېوادونو ته هم صادرېده، چې له دې لارې به سلګونه کورنیو ته د عاید ښه سرچینه برابره وه او د سیمي اقتصاد به ورسره پیاوړی پاتې کېده.
خو په وروستیو کلونو کې د ناامنۍ، د اوبو د کمښت، د کرنیزو لګښتونو د زیاتوالي، د سړو خونو د نشتوالي، د بسته بندۍ او بازار موندنې د اسانتیاوو د کمښت او د صادراتو د ستونزو له امله د ټماټرو تولید او بهرنیو بازارونو ته د لېږد کچه د پخوا په پرتله کمه شوې ده.
کرنیز کارپوهان باور لري چې د ټنل فارمونو، د څاڅکي اوبه خور سیستم، اصلاح شویو تخمونو او نورو عصري کرنیزو طریقو په پراخېدو سره د کوز سویلي وزیرستان د ټماټرو پخوانی شهرت یو ځل بیا راژوندي کېدب شي. د دوي په وینا، که بزګرانو ته د اوبو، برېښنا، سړو خونو، بسته بندۍ، بازار موندنې او صادراتو په برخه کې لازمي اسانتیاوې برابرې شي، نو کوز سویلي وزیرستان به یو ځل بیا د پاکستان د لوړ کیفیت ټماټرو د تولید او بهرنیو بازارونو ته د صادراتو له مهمو سیمو څخه وشمېرل شي.
ځايي بزګران وايي، د عبدالرؤف په څېر د عصري ټنل فارمونو بریالۍ تجربې نورو کروندګرو ته هم نوې هیله ورکړې ده. دوي باور لري چې د نوې ټېکنالوژۍ، حکومتي ملاتړ او مناسب بازار په برابرېدو سره به د کوز سویلي وزیرستان د ټماټرو پخوانی نوم، کیفیت او کرنیز شهرت یو ځل بیا خپل پخوانی ځای ومومي.


ظفر وزير