نیویارک / اسلامآباد : د امریکا او ایران ترمنځ د سولې خبرې یو ځل بیا د نوي پړاو پر لور روانې دي، او په دې لړ کې د پاکستان لوړپوړي چارواکي تهران ته رسېدلي دي، څو د خبرو بهیر ژوندی وساتي او د دواړو هېوادونو ترمنځ واټن راکم کړي.
اسلامآباد خبرې او د نوي پړاو هڅې
اسلامآباد کې د امریکا او ایران ترمنځ لومړنۍ مخامخ خبرې چې شاوخوا شل ساعته وغځېدې، بې له کومې هوکړې پای ته ورسېدې، خو دواړو خواوو د خبرو دوام ته تیاري ښودلې ده.
د امریکا پلاوي مشري د مرستیال ولسمشر جی ډي وېنس کوله، او د ایران له اړخه د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او نور لوړپوړي چارواکي پکې شامل وو.
د راپورونو له مخې، د خبرو تر ټولو لوی خنډ د ایران اټومي پروګرام، بندیزونه او د هرمز تنګي امنیت وو.
اوس تمه ده چې د همدې خبرو دوهم پړاو بیا په اسلامآباد کې ترسره شي، او پاکستان د دې لپاره امنیتي او سیاسي تیاري پېل کړې ده.
تهران ته د عاصم منیر او محسن نقوي سفر؛ د منځګړیتوب نوی پړاو
په همدې حساس وخت کې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته رسېدلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) له مخې، دا سفر د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د بیا پېلولو لپاره د مهمو پیغامونو د رسولو په هدف ترسره شوی دی.
ایراني چارواکو د دغه پلاوي هرکلی کړی، او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ورسره لیدلي دي.
سرچیني وایي چې پاکستان د واشنګټن او تهران ترمنځ د پیغامونو د تبادلې مهم چینل ګرځېدلی، او دا سفر د همدې شاته ډیپلوماسۍ دوام دی.
د امریکا دریځ، فشار او ډيپلوماسي دواړه
امریکا له یوې خوا پر ایران فشار زیات کړی، او د سمندري بندیزونو له لارې یې د ایران سوداګري محدوده کړې ده، خو له بلې خوا د خبرو دوام ته هم لېواله ښکاري.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې خبرې ښايي “په راتلونکو دوو ورځو کې” بیا پېل شي او د پاکستان رول یې ستایلی دی.
واشنګټن غواړي چې ایران د اوږدې مودې لپاره د اټومي وسلو له پروګرامه لاس واخلي، خو ایران دا شرط نه مني او یوازې د محدود وخت لپاره امتیاز ورکولو ته تیار دی.
د ایران دریځ او سیمه ییز حالت
ایران وایي چې خبرې باید د بندیزونو ختمېدو، اقتصادي اسانتیاوو او د خپلې خپلواکې پالیسۍ د درناوي پر بنسټ وي.
تهران دا هم منلې چې له امریکا سره غېر مستقيمي رابطې روانې دي، خو باور کم دی او دواړه خواوې یو پر بل تورونه لګوي.
په سیمه کې تاوتریخوالی هم زیات شوی، د لبنان، اسراییلو او د هرمز تنګي حالت د نړیوال اقتصاد لپاره اندېښنې راولاړوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ویلي چې د خبرو بیا پېل “ډېر امکان لري”، خو ټینګار یې کړی چې دا به اوږد او پېچلی بهیر وي.
اوس ټولې سترګې یو ځل بیا اسلامآباد ته دي، چې ایا د تهران د دې مهم سفر او شاته ډيپلوماسئ له لارې به د امریکا او ایران ترمنځ خبرې کوم عملي هوکړې ته ورسېږي، او که سیمه به یو ځل بیا د تاوتریخوالي پر لور ولاړه شي.

شال نیوز