د پاکستان د برېښنايي رسنیو د تنظیم ادارې (پیمرا) د ‘جیو نیوز’ د خپرونو اجازت ‌نامه د ۱۵ ورځو لپاره ځنډولې او ویلي یې دي، چې دا اقدام یې د محرم الحرام د ځانګړې خپرونې «سفرِ عشق» کې د مذهبي انځوریزې بڼې د خپرولو له امله کړی، چې د ادارې په وینا، د خلکو مذهبي احساسات یې زیانمنولی شول او د مذهبي یووالي او عامه نظم لپاره یې اندېښنې راولاړې کړې دي.

 

پیمرا ویلي، د څارنې څانګې یې ،د جون په ۲۶مه، د یادې خپرونې ارزونه کړې او وروسته یې وموندله چې په پروګرام کې داسې انځوریز مواد کارول شوي، چې د محرم د سپېڅلتیا او د مذهبي خپرونو لپاره له ټاکل شویو اصولو سره سمون نه لري. د ادارې په وینا، له همدې امله یې د پیمرا د ۲۰۰۲م کال د قانون د ۳۰مې مادې او د اړوندو مقرراتو له مخې د جیو نیوز د خپرونو اجازت‌ نامه د ۱۵ ورځو لپاره ځنډولې ده.

 

د پیمرا په حکم کې ویل شوي دي، چې دغه اقدام د برېښنايي رسنیو د چلند له اصولو، د ۲۰۰۹م کال د پیمرا له قواعدو، د ۲۰۱۲م کال د تلوېزیوني خپرونو له مقرراتو او د ۲۰۱۵م کال د رسنیو د اخلاقي اصولو د احتمالي سرغړونو له امله شوی دی.

 

ادارې همدارنګه د محرم الحرام لپاره ،د جون په ۱۵مه، خپور شوی ځانګړی لارښود هم یاد کړی او ویلي یې دي چې ټولو خپرنیزو ادارو ته د مذهبي محتوا په خپرولو کې د ځانګړي احتیاط سپارښتنه شوې وه.

 

پیمرا جیو نیوز ته امر کړی دی چې د یادې خپرونې د چمتو کولو، ایډیټ او خپرېدو ټول بهیر په خپلمنځي ډول وڅېړي او د پلټنو بشپړ راپور د شکایتونو شورا ته وسپاري. د ادارې په وینا، د اوسني اقدام ترڅنګ د قانون له مخې نورې چارې هم پر خپل ځای دوام لري.

 

بلخوا، جیو نیوز په رسمي توګه د دې خپرونې په نشرېدو بښنه غوښتې ده. جیو نیوز په یوه خپرونه کې ویلي دي چې «سفر عشق» خپرونه د جیو نیوز لخوا نه وه چمتو شوې او نه یې د چا مذهبي احساساتو ته د غبرګون په دا خپرونه نشر کړې.

 

جیو نیوز زیاته کړې، چې خپرونه یې له خپلو پاڼو لرې کړې ده او په دې معامله کې د ټولو ککړ کسانو پرضد یې کاروایي کړې ده.