د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د ګلستان جوهر د ۵م بلاک په سیمه کې د سېند رینجرز پر سیمه ییز مرکز د موټر بم او وسله وال برید وروسته امنیتي ځواکونو څو ساعته عملیات پای ته رسولي او وایي، چې سیمه اوس د دوي تر بشپړ کنټرول لاندې ده.
پېښه ،د جون په ۲۷مه، ماښام هغه مهال پېل شوه، کله چې د ګلستان جوهر، موسمیات او شاوخوا سیمو اوسېدونکو د یوې زورورې چاودنې او ورپسې د پرله پسې ډزو غږونه واورېدل. له چاودنې وروسته پولیس، رینجرز، د ځانګړي امنیتي واحد ځواکونه، د ترهګرۍ ضد څانګې سرتېري او د ریسکیو ۱۱۲۲ ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته ورسېدې او سیمه یې کلابنده کړه.
د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې، برید هغه مهال وشو چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د رینجرز د مرکز له اصلي دروازې سره وجنګول شو. له چاودنې وروسته وسله والو د مرکز د ننوتلو هڅه وکړه او د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته پېل شوه.
د عیني شاهدانو په وینا، د چاودنې زور دومره ډېر و چې د شاوخوا سیمو ودانۍ ولړزېدې او له پېښې وروسته ګڼ شمېر امبولانسونه او امنیتي موټرې سیمي ته ورسېدې. د احتیاطي تدابیرو په توګه د ګلستان جوهر، موسمیات او کامران څلورلارې ځیني سړکونه د ترافیکو پر مخ وتړل شول.
د سېند د پولیسو مشر جاوېد عالم اوډهو ویلي، چې امنیتي ځواکونو برید شنډ کړی او ټول بریدګر یې له منځه وړي دي. د نوموړي په وینا، وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی او د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي دي، چې په برید کې درې د سېند رینجرز سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د پوځ په وینا، په ځوابي عملیاتو کې پنځه بریدګر هم وژل شوي او امنیتي ځواکونو د رینجرز مرکز د بشپړې نیونې هڅه شنډه کړې ده.
خو د مرګ ژوبلې په اړه په لومړیو ساعتونو کې بېلابېل راپورونه خپاره شول. ځینو نا رسمي امنیتي سرچینو د رینجرز او بریدګرو د تلفاتو لوړې شمېرې یادې کړې، خو تر اوسه دغو شمېرو ته رسمي تایید نه دی ورکړل شوی.
د سېند اعلا وزیر ،سید مراد علي شاه، د پېښې نوټس اخیستی او د پولیسو او نورو امنیتي ادارو له مشرانو یې تفصیلي راپور غوښتی دی. د سېند د کورنیو چارو وزیر ضیا الحسن لنجار هم د برید د ټولو اړخونو د ارزولو او د بشپړو پلټنو امر کړی دی.
په همدې حال کې، جماعت الاحرار د برید مسؤلیت منلی دی. د پاکستان پوځ بیا ویلي دي، چې برید د هغو وسله والو له لوري ترسره شوی دی چې پوځ یې د «فتنه الخوارج» په نوم یادوي. د دغو ادعاوو په اړه خپلواکه ارزونه لا نه ده شوې.
دغه برید په داسې حال کې شوی دی چې کراچۍ په وروستیو کلونو کې د لویو امنیتي بریدونو له پلوه تر ډېره ارامه وه. شنونکي وایي، پر یوه مهم امنیتي مرکز دا ډول برید د ښار د امنیتي وضعیت او د وسله والو ډلو د فعالیتونو په اړه نوې پوښتنې راپورته کوي.
امنیتي چارواکي وایي، د پېښې ځای د عدلي شواهدو د راټولولو لپاره تر امنیتي څار لاندې دی او د برید د پلان جوړوونکو، اسانتیا برابروونکو او احتمالي همکارانو د موندلو لپاره پراخې پلټنې روانې دي.


شال نیوز