د افغانستان د بشري حقونو د بنسټونو ځیني پخواني چارواکي وايي، د افغان طالبانو تر واک لاندې په زندانونو او توقیف خونو کې د بندیانو پر وړاندې د شکنجې او ناوړه چلند پېښې پراخې دي او قربانیان د خپلو شکایتونو د ثبت او قانوني ملاتړ لپاره اغېزمنو لارو ته لاسرسی نه لري.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې، شهرزاد اکبر، د جون په ۲۶مه، په خپلې اېکس پاڼې لیکلي دي، چې د ازادۍ د سلب په مرکزونو، په ځانګړي ډول د استخباراتو تر څار لاندې توقیف خونو او زندانونو، کې شکنجه یوه عامه پدیده ده.
هغې ویلي، هغه کسان چې په دغو مرکزونو کې بندیان یا توقیف کېږي، د خپلو حقونو د خوندي کولو، د شکایتونو د ثبت او د خپل خوندیتوب لپاره له اغېزمنو میکانیزمونو بې برخې دي.
شهرزاد اکبر دا ادعا هم کړې، چې ډېر هغه کسان چې له بند څخه ازادېږي، وروسته هم د طالبانو له لوري د دوامدارې څارنې او ګواښونو سره مخ وي، چې له امله یې ډېر قربانیان د خپلو تجربو له شریکولو او د عدالت له غوښتنې ډډه کوي.
تر دې وړاندې هم د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو سازمانونو، د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو او نورو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د بندیانو د وضعیت او د شکنجې د ادعاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې دي، او له افغان طالبانو یې غوښتي چې د بندیانو له حقونو سره سم چلند وکړي او د شکنجې د ادعاوو په اړه خپلواکې او رڼې څېړنې ترسره کړي.
افغان طالبانو تر اوسه د شهرزاد اکبر د دغو تازه څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو دوي په تېرو وختونو کې د بندیانو د شکنجې او ناوړه چلند ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د دوي امنیتي او عدلي ادارې له ټولو بندیانو سره د اسلامي شریعت او نافذه اصولو له مخې چلند کوي.


شال نیوز