د میرام شاه پوليس وايي چې د دې تحصیل اړوند د سپلګۍ په سیمه کې نن ،د اپريل په ۱۵مه، سهار، د نامعلومې خوا، د کواډ کاپټر برید شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۶ کسان ټپیان شوي دي.
د پوليس د وينا له مخې، د ناڅګنده کواډ کاپټر په دې برید کې د ټپیانو له ډلې پينځه کسان د پنجاب صوبې د سرګودها او وزير اباد او يو تن د مير علي سيمي اوسيدونکی دی.
د پېښې وروسته، ځایي خلکو او امنیتي ځواکونو ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته وړي دي.
امنیتي ادارې وايي چې سیمه يې کلابنده کړې او د پېښې د نوعیت او د کواډ کاپټر په اړه پلټنې پېل کړې دي.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی، خو په تيرو وختونو کې د پاکستان حکومت د داسې ډول بريدونو تور په ټي ټي پي او افغانستان طالبانو باندې پورې کړی دی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوی چې د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې د تېرې څه مودي راهيسي د کواډکاپټر په بريدونو کې زياتوالی ليدل کيږي. تېر کال هم په شمالي وزيرستان کې په يو کور باندې د کواډکاپټر د بريد په نتيجه کې د يو کور ماشومان وژل شوي وو.

صفدر داوړ