د بلوچستان په موسى خېل، بارخان او کوهلو په ګڼو سيمو کې ،د جون په ۲۶مه او ۲۷مه، پرله پسې زلزلو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. د تازه معلوماتو له مخې، تر ټولو زيات زيان د موسى خېل ضلعې ته رسېدلی، چرته چې د راړه شم په چاپ سیمه کې له ۹۰ څخه زيات د خټو کورونه او کوټې نړېدلې يا سختې زيانمنې شوې دي، او لږ تر لږه شل کسان ټپيان شوي دي.
د موسى خېل ضلعې ډپټي کمشنر ،عبدالرزاق خان خجک، شال نیوز ته ويلي دي، چې د ټپيانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ټپيان د سيمي روغتونونو ته لېږدول شوي او ځينو ته بېړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې دي. چارواکي وايي، د اسسټنټ کمشنر په مشرۍ د ژغورنې او سروې ډلې لرې پرتو کليو ته استول شوې دي، څو د زيانونو بشپړه ارزونه وکړي او اغېزمنو کورنيو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې او د زلزلو د څار ملي مرکز د معلوماتو له مخې، د زلزلې شدت د ريښتر په کچه ۵.۱ ثبت شوی، په داسې حال کې چې د امريکا د جيولوجي سروې ادارې د همدې زلزلې شدت ۵.۴ ښودلی دی. د زلزلې مرکز د موسى خېل او بارخان ترمنځ په لسو تر اوولسو کيلومترو ژوروالي کې و، له همدې امله يې ټکانونه په پراخه سيمه کې سخت احساس شوي دي.
د راپورونو له مخې، د زلزلې ټکانونه په بارخان، کوهلو، لورالايي، ډېره غازي خان او د پنجاب په ځينو سرحدي سيمو کې هم احساس شوي، خو تر اوسه د موسى خېل پرته د بلې سيمي څخه د درنې مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې د پرله پسې وروسته ټکانونو له وېرې ګڼې کورنۍ لا هم له خپلو کورونو بهر، په انګړونو او خلاصو ځايونو کې شپې سبا کوي. د بلوچستان صوبايي حکومت او د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د اغېزمنو سيمو د زيانونو سروې پېل کړې او وايي، د وروستي راپور له بشپړېدو وروسته به د مرستو او بيا رغونې چارې نورې هم چټکې شي.
چارواکو له خلکو غوښتي، چې د نورو احتمالي زلزلو له امله احتياط وکړي، زيانمنو کورونو ته دې تر تخنيکي معاينې مخکې نه ننوځي او د بېړني حالت په صورت کې دې سمدستي له ژغورنې ادارو سره اړيکه ونيسي.


نعيم اچکزئي