د ټل نه تر پاړه چنار مرکزي سړک، کوم چې د دې سیمي لپاره یو مهمه لاره ده، د نامعلومه سیکیورټي وجوهاتو له امله د عام ولس پر مخ تړل شوې ده.
خو پوښتنه دا ده: که لاره خطرناکه ده، نو د سرکاري افسرانو او با اثره کسانو لپاره دا لاره څنګه خلاصه ده؟ ایا خطره يوازې د عام اولس لپاره ده ؟
بل لور ته، متبادلې لارې د بارانونو له امله زیانمنې شوې دي، تګ راتګ محدود شوی، خوراکي توکي کم شوي او ناروغان له ستونزو سره مخ دي.
په دې اړه نور تفصيل د مصطفی خان په دې وډيو راپور کې ګورئ.

مصطفی خان