د افغانستان په بدخشان ولایت کې د طالبانو تاجک‌ توکمه او ناراضي قوماندان، جمعه خان فاتح، په درواز سیمه کې خپل پوځي تحرکات زیات کړي او د خپلو وسله‌ والو ځواکونو د بیا تنظیم او ځای پر ځای کولو لړۍ یې چټکه کړې ده.

سیمه‌ ییزې سرچیني وایي، جمعه خان فاتح په وروستیو ورځو کې د نُسي ولسوالۍ او د درواز د نورو سیمو له قامي مشرانو او اوسېدونکو سره پراخې لیدنې کړې دي. د سرچینو په وینا، نوموړي تر خپلې دودیزې اډې ته له ستنېدو وروسته خپل حضور پیاوړی کړی او خپلو ځواکونو ته یې د بشپړې تیارۍ سپارښتنه کړې ده.

راپورونه ښيي چې د هغه تر امر لاندې ځواکونه اوس هم په خپلو مورچلو کې ځای پر ځای دي او د هر ډول احتمالي تحول لپاره پوځي او لوجیستیکي چمتووالی لري.

سرچیني زیاتوي، د طالبانو له لوري د جمعه خان فاتح د بېرته ورستنېدو او د یوه نوي حکومتي مسؤلیت د منلو لپاره د خبرو او منځګړیتوب هڅې شوې، خو نوموړي دغه وړاندیزونه رد کړي دي.

د سرچینو له مخې، جمعه خان فاتح په دې اړه ویلي: «زه په خپل کور کې یم، هېڅ دنده نه غواړم، همدلته پاتې کېږم. لومړۍ ډز هم زه نه کوم.» د نوموړي د نږدې کسانو په وینا، که څه هم هغه د جګړې د پېل اراده نه لري، خو خپل ځواکونه یې په بشپړه تیارۍ کې ساتلي دي.

جمعه خان فاتح باور لري چې د بدخشان غرنی او ستونزمن جغرافیایي جوړښت به د کابل لپاره د هر ډول پراخو پوځي عملیاتو ترسره کول اسانه نه کړي.

جمعه خان فاتح د طالبانو له هغو اغېزناکو سیمه‌ ییزو قوماندانانو څخه ګڼل کېږي چې د بدخشان په درواز سیمه کې پراخ نفوذ لري. نوموړی د سرو زرو د کانونو د مدیریت، سیمه‌ ییز نفوذ او اداري صلاحیتونو پر سر له مرکزي مشرتابه سره د اختلافونو له زیاتېدو وروسته د زابل د مرستیال والي له دندې هم ګوښه شوی و، خو وروسته یې دغه دنده ونه منله او بېرته بدخشان ته ستون شو.

شنونکي وایي، د هغه د پوځي فعالیتونو زیاتوالی، د کابل د وړاندیزونو ردول او د خپلو ځواکونو د تیارۍ دوام ښيي چې د طالبانو د مرکزي مشرتابه او دې سیمه‌ ییز قوماندان ترمنځ اختلافونه لا هم نه دي حل شوي.

تر اوسه د طالبانو چارواکو د دغو وروستیو تحرکاتو او راپورونو په اړه کوم رسمي دریځ نه دی خپور کړی، او د جمعه خان فاتح د ځواکونو د کره شمېر یا د احتمالي پوځي اقدام په اړه هم خپلواک رسمي تایید نه شته. له همدې امله د دغو ادعاوو یوه برخه لا هم د سیمه‌ ییزو سرچینو او غیررسمي راپورونو پر بنسټ ولاړه ده.