د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د وسله والو نښتو او د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله په زرګونو خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي، او دا وخت په ډېر بد حال کې د شین اسمان لاندې ژوند تېروي.
د سیمي نه رارسیدلي راپورونه ښایي چې د پکتیا، خوست او ننګرهار په سرحدي کلیو کې د درنو وسلو د کارولو له امله عامو خلکو ته ډېر زیانونه اوښتي دي. په دې جګړو کې نه یوازې کورونه وران شوي، بلکې د ناچاودو مرميو له امله ماشومان هم د مرګ او ژوند په کشمکش کي دي.
د یوې اغېزمنې کورنۍ کیسه
د کرښې هغې غاړې ته د تورخم اوسېدونکی ګل زمان (فرضي نوم) یو له هغو کسانو دی چې د جګړې لمبو یې د ژوند سکون تښتولی دی. هغه وایي چې د تېرې اوونۍ په ډزو کې یې دوه وروڼه او یو کلیوال ماشوم سخت ژوبل شوي دي.
ګل زمان وایي: “موږ په داسې حال کې له کلي راووتلو چې ماشومان مو په وینو کې لیت پیت وو. هر څه رانه پاتې شول، یوازې خپل ځانونه مو راوویستل او اوس په دې دښته کې د چا مرستې ته انتظار کوو. د ماشومانو د درملنې لپاره پیسې نه لرو او کورونه مو هماغسې ډک رانه پاتې شول.”
د ملګرو ملتونو اندېښنه
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په خپل وروستي راپور کې لیکلي، چې د مارچ میاشتې راهیسي د نښتو د لاسه لږ تر لږه ۹۴ زره کسان بې ځایه شوي دي. په اغېزمنو سیمو کې ۲۵ روغتیایي مرکزونه او له ۴۰ څخه زیات سکولونه (ښوونځي) تړل شوي، چې له امله یې ماشومان له تعلیم او ناروغان له درملنې بې برخې شوي دي.
د راپورونو مطابق، په دې نښتو کې تر ۳۴۰ نه زیات د استوګنې کورونه په نخښه شوي چې غریبو خلکو ته یې لکونه روپۍ تاوان رسولی دی.
بشري مرستې او چېلنجونه
که څه هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په پکتیا او نورو سیمو کې د ۸۰۰ شاوخوا کورنیو سره د نغدو پېسو او خیمو مرستې کړي، خو د بې ځایه شویو خلکو شمېر ته په کتو دا مرستې د نشت برابر دي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) څو واره د دواړو غاړو نه د نښتو د درېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د ملکیانو د جبري بې ځایه کېدو او د تلفاتو جدي مخنیوی باید وشي. د سیمي مشران وایي چې که جګړه ونه درېږي، نو په سیمه کې به بشري ناورین نور هم زیات شي.

شال نیوز