نيويارک (شال نیوز): د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې نن د نهې په ورځ ویلي دي، چې د روهینګیا مسلمانانو او بنګلادېشي وګړو یوه کښتۍ د اندامان په سمندر کې ډوبه شوې ده، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۵۰ کسان لادرکه شوي دي او د هغوي د مړینې وېره ده۔

 

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په یو بیان کې ویلي چې دا کښتۍ د بنګلادېش له ټیکناف سیمي څخه ملېشیا ته روانه وه۔ د لومړنیو معلوماتو له مخې، په کښتۍ کې له حده زیات خلک سپاره وو او د سختو بادونو او د سمندر د څپو له امله ډوبه شوې ده۔

 

ویل کېږي چې په کښتۍ کې شاوخوا ۲۸۰ کسان سپاره وو چې د اپریل په ۴مه نېټه له بنګلادېش څخه وتلي وو۔

 

د بنګلادېش کوسټ ګارډ وایي چې د دوي یوې کښتۍ د اپریل په ۹مه نېټه د سمندر له منځه ۹ کسان ژوندي ژغورلي دي، چې یوه پکې ښځه هم ده۔ یو ژغورل شوي کس ،رفیق الاسلام، ای ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې انساني قاچاقبرانو ورته په ملېشیا کې د دندې لالچ ورکړی و او له ځان سره یې بیولی و۔

 

هغه وویل چې کښتۍ تر ۴ ورځو پورې سفر وکړ او کله چې ډوبه شوه، نو دوي شاوخوا ۳۶ ساعته په اوبو کې تیر کړل ترڅو یوې کښتۍ وژغورل۔

 

دا روهینګیا کډوال زیاتره د بنګلادېش له هغو کمپونو څخه تښتي چرته چې له لسو لکو زیات کسان په ډېرو بدو حالاتو کې ژوند کوي۔ دوي هر کال د میانمار له کورنۍ جګړې او ظلمونو څخه د خلاصون لپاره په سمندري لارو ملېشیا او نورو هېوادونو ته د تللو هڅه کوي، خو زیاتره وخت د داسې پېښو ښکار کېږي۔

 

ملګرو ملتونو دا پېښه یو لوي ناورین بللی او ویلي یې دي چې دا د میانمار د کړکېچ د حل نشتوالي یوه بله تریخه پایله ده۔

 

تېر کال هم په سمندر کې د روهینګیا کډوالو د کښتیو ډوبېدو په پېښو کې په سلګونو کسان مړه شوي وو۔ په میانمار کې د پوځ او وسله والو ډلو ترمنځ د جګړې له امله د روهینګیا مسلمانانو ژوند لا پسې سخت شوی دی او هره ورځ په لسګونو کسان د ژوند په خطر کې اچولو سره له هېواد څخه تښتي۔