د افغان طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، شهابالدین ثاقب، د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د «چین – اوراسیا ۲۰۲۶» نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه نړیوال نندارتون به ،د جون له ۲۵مې تر ۲۹مې، نېټې پورې د چین د اورومچي ښار کې جوړ شي او افغانستان به پکې خپل سوداګریز، صنعتي او پانګیز فرصتونه نړیوالو ګډونوالو ته وړاندې کړي.
د وزارت په وینا، د دې سفر اساسي موخه د افغانستان او د سیمي د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول، د بهرنیو پانګونو راجلبول او د ګډو اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.
چارواکي وایي، د دغه نندارتون په څنډه کې به د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو، سوداګرو او پانګه والو سره هم لیدنې وشي، څو د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر فرصتونو خبرې وشي.
افغانستان په داسې مهال په دې نړیوال نندارتون کې ګډون کوي چې د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو، صادراتو او د بهرنیو پانګونو د جلبولو لپاره هڅې روانې دي او چارواکي هڅه کوي له نړیوالو نندارتونونو او اقتصادي غونډو څخه د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ګټه واخلي.


شال نیوز