مزار شریف : د افغانستان په شمال کې د قره‌قلو د برامداتو د پرمختګ ادارې چارواکي وایي، چې په تېر یو کال کې له حیرتان بندر نه له ۳۶ زرو نه زیات د قره‌قلو پوستکي بېلابېلو هېوادونو ته برامد شوي دي۔

 

چارواکي وایي، دا پوستکي زیاتره ازبکستان، ترکمنستان او روس ته لېږل شوي دي۔

 

په مزار شریف کې یو تکړه کسبګر عبدالفتاح، چې له کلونو راهیسي د قره‌قلو خولۍ او کوټونه جوړوي، باختر نيوز اژانس ته ويلي، چې دا صنعت له پخوا راهیسي د خلکو د ژوند برخه پاتې شوی ده۔

 

هغه زیاتوي: «که څه هم فېشن بدل شوی، خو بیا هم د قره‌قل کار روان دی او بهرنی بازار کې اخلي.»

 

د قره‌قلو د برامداتو د پرمختګ ادارې مشر، محمد عارف هوتک، وایي، چې د هېواد شمالي او شمال ختیځ ولایتونه د دې پوستکو د پیداوار مهم مرکزونه دي۔

 

د هغه په وینا، د قره‌قلو ځانګړی شین رنګ په نړیواله کچه پېژندل شوی او ځانګړی ارزښت لري۔

 

نوموړی وایي، که حکومت د پیدا کوونکو ملاتړ زیات کړي او دا صنعت نړیوالو بازارونو ته ښه معرفي کړي، نو قره‌قل کولی شي د افغانستان اقتصاد کی مهم کردار ولوبوي۔

 

د اقتصاد پوهان هم وایي چې  په دودیز صنعتونه ،لکه قره‌قل، که سمه پانګونه وشي، کولای شي د کار زمینه برابره کړي او د صادراتو له لارې هېواد ته عاید زیات کړي۔

 

راپورونه ښيي چې سره له دې چې په وروستیو کلونو کی اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي، خو د قره‌قلو صنعت لا هم ژوندی دی او په نړیوال بازار کی خپل ځای لري.