د پخوانۍ ولسي جرګې د اهل هنود استازي ،نریندرا سینګ خالصه، ویلي دي چې ۳۴ افغان هندو کورنۍ ،چې دا مهال په کاناډا کې ژوند کوي، غواړي بېرته افغانستان ته ستنې شي.
د افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د معلوماتو له مخې، نریندرا سینګ خالصه د کمېسیون له مشر ،شهاب الدین دلاور، سره په لیدنه کې د دغو کورنیو د بېرته ستنېدو موضوع یاده کړه. دلاور ډاډ ورکړی، چې د راستنېدونکو کورنیو د حقونو، ملکیتونو او نورو اړوندو ستونزو د حل لپاره به لازمې اسانتیاوې او همکاري برابره شي.
په همدې لیدنه کې نریندرا سینګ خالصه ویلي، چې په افغانستان کې د یوه معیاري روغتون د جوړولو پلان هم لري او د دغې پروژې د تمویل لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړی دی.
تر اوسه د دغو ۳۴ کورنیو د بېرته ستنېدو د نېټې او عملي بهیر په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.


شال نیوز