د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان او چین په افغانستان کې د فعالو وسله ‌والو ډلو له امله د رامنځته شویو امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره نږدې همغږي او سلا مشورې کوي.

 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، د جون په ۲۴مه، خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د ځینو وسله‌ والو ډلو شتون د پاکستان او چین لپاره ګډ امنیتي اندېښنه ده. د هغه په وینا، چین د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له فعالیتونو او پاکستان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو وسله‌ والو ډلو له امله اندېښمن دی.

 

طاهر اندرابي وویل، اسلام‌اباد او بیجینګ د افغانستان په اړه په دوامداره توګه مشورې کوي، او په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي د اسلام‌اباد د سفر پر مهال هم د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې اړه خبرې شوې دي.

 

هغه زیاته کړه : «پاکستان او چین له هغو ګډو امنیتي ګواښونو سره مخ دي چې سرچینه یې افغانستان دی. له همدې امله به د افغانستان په اړه زموږ همغږي او همکاري دوام ولري.»

 

چین تر دې مخکې هم په افغانستان کې د ایغور وسله ‌والو ډلو د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. بیجینګ تېر کال د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي وو چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ لا هم جدي دی او نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.

 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په خپلو وروستیو راپورونو کې ویلي چې په افغانستان کې د ۲۳ تر ۲۵ پورې بېلابېلې وسله ‌والې او ترهګرې ډلې فعالیت کوي.

 

پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشران او جنګیالي په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه تنظیموي، خو د افغانستان واکمن طالبان دا ادعاوې ردوي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وویل، چې د طالبانو سره د اسلام‌ اباد اختلاف د افغانستان له خلکو سره دښمني نه ده، بلکې ،د هغه په وینا، د پاکستان اقدامات یوازې هغو امنیتي ستونزو ته متوجه دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ لامل شوي دي.