د افغانستان، پاکستان او سویلي اسیا په چارو کې نامتو نړیواله خبریاله او لیکواله ،کیتي ګینن، د شال نیوز او مشال مېډیا نیټورک امریکا د ادارتي بورډ غړې او د نړیوالو او سیمه‌ ییزو چارو د ځانګړې لیکوالې په توګه له ادارې سره یوځای شوې ده.

 

کیتي ګینن تر درې نیمو لسیزو زیات د اسوشیټډ پرېس خبری اژانس لپاره په افغانستان او پاکستان کې د خبریالې، بیورو مشرې او د خبرونو د مشرې په توګه دنده ترسره کړې او د سیمي مهم سیاسي، امنیتي او بشري بدلونونه یې له نږدې پوښلي دي.

 

د شال نیوز د اداري بورډ مشر محمد امین مدقق د کیتي ګینن هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د هغې پراخه ژورنالېستي تجربه او نړیوال لید به د ادارې د مسلکي ودې او اعتبار په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي. نوموړي زیاته کړه چې د سیمي او نړۍ په اړه د کیتي ګینن لیکنې او شننې به لوستونکو ته کره او ژور معلومات وړاندې کړي.

 

د شال نیوز د اداري بورډ غړي او مخکښ خبریال شمیم شاهد هم د کیتي ګینن راتګ وستایه او ویې ویل چې هغه د افغانستان او پاکستان د چارو له تر ټولو باوري او تجربه لرونکو خبریالانو څخه ده. د هغه په وینا، د کیتي ګینن ګډون به د شال نیوز د نړیوالو او سیمه ‌ییزو موضوعاتو د پوښښ کیفیت نور هم لوړ کړي.

 

کیتي ګینن به د شال نیوز او مشال مېډیا نیټورک لپاره د نړیوال سیاست، سیمه‌ ییز امنیت، افغانستان، پاکستان، سویلي اسیا، ډیپلوماسۍ او بشري موضوعاتو په اړه ځانګړې مقالې، شننې او تبصرې لیکي.