د بلوچستان په بېلابېلو ښارونو کې د بلوچ یکجهتي کمېټۍ د مشرې ډاکټرې ماه رنګ بلوچ او دریو نورو غړو ته د کوټې د عدالت له لوري د عمري قید سزا اورولو پر ضد جزوي کاربندیز (هړتال) روان دی.

د کاربندیز اعلان د بلوچ یکجهتي کمېټۍ له خوا شوی دی، چې له مخې یې نن ،د جون په ۲۴مه، د بلوچستان په بېلابېلو کوچنیو او لویو ښارونو کې بازارونه، مارکیټونه او سوداګریز مرکزونه په جزوي توګه تړل شوي دي چې له امله یې د عامو خلکو ورځنی ژوند اغېزمن شوی دی.

بل لور ته عوامي نېشنل ګوند هم د دغه کاربندیز ملاتړ کړی دی. د ګوند له لوري په خپره شوې صوبایي اعلامیه کې د بلوچ یکجهتي کمېټۍ مشرې ډاکټرې ماه رنګ بلوچ او دریو نورو غړو ته د عمري قید د سزاګانو پرېکړه په کلکو ټکو غندل شوې ده.

د سیمه‌ ییزو سرچینو په وینا، د هړتال پر مهال سوداګریز فعالیتونه په ټپه درېدلي او خلک د ورځنیو اړتیاوو د پېرلو پر مهال له ستونزو سره مخ شوي دي. همداراز په سړکونو د ګاډو ګڼه ګوڼه هم د معمول په پرتله کمه لیدل شوې ده.


 

د بلوچ یکجهتي کمېټۍ د مشرې ډاکټرې ماه رنګ بلوچ د عمري قید پرضد بلوچستان کې جزوي کاربندیز | نعیم اچکزی




د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې ،د جون په ۲۲مه، د کوټې د ترهګرۍ ضد ځانګړي عدالت د بلوچ یکجهتي کمېټۍ مشرې ډاکټرې ماه رنګ بلوچ، صبغت الله، د بلوچ سټوډنټس ارګنایزېشن مشر قادر بلوچ او ابوبکر کلاچي ته د عمري قید سزاګانې اورولې دي.

د عدالت د پرېکړې له مخې، یادو کسانو ته دغه سزا د ګوادر د هغې پېښې په تړاو ورکړل شوې چې پکې د ایف سي یو سرتېری وژل شوی و.

د راپورونو له مخې، دغه پېښه د ۲۰۲۴م کال د جولاۍ په میاشت کې هغه مهال رامنځته شوې وه، کله چې بلوچ یکجهتي کمېټۍ په ګوادر کې د «بلوچ راجي مچي» په نوم د یوې لویې غونډې اعلان کړی و.

سرچیني وایي، د غونډې له جوړېدو یوه ورځ وړاندې په بېلابېلو ضلعو کې لویې لارې تړل شوې وې، څو د خلکو کاروانونه ګوادر ته له رسېدو منع شي. د دغو بندیزونو پر مهال د مظاهره‌ چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په ګڼو سیمو کې نښتې هم شوې وې.

د دولتي دریځ له مخې، د «راجي مچي» پر مهال د تاوتریخوالي ډکو پېښو کې د ایف سي سرتېری ،شبیر بلوچ، وژل شوی و، چې وروسته یې مقدمه درج او ګڼ کسان پکې نومول شوي وو.

استغاثې عدالت ته ویلي وو چې د احتجاجي غونډې پر مهال پر سرتېري شبیر بلوچ ډبرې ویشتل شوې وې، چې له امله یې نوموړي ژوند له لاسه ورکړ.

دغه مقدمه د ترهګرۍ ضد ځانګړي عدالت له لوري تر اورېدنې وروسته فیصله شوه او عدالت تورنو کسانو ته د عمري قید سزا واوروله. د پرېکړې له اعلان وروسته د مقدمې نور قانوني مراحل هم روان دي.