د خېبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم اداره، پي ډي ايم ای، وايي، چې د روانې مياشتې تر ۱۹مې پورې به د خېبر پښتونخوا په زياتره سیمو کې د تیزو بادونو او تندرونو سره بارانونه وشي.
ادارې وايي، چې په چترال، دیر سوات، شانګله، کوهستان، بونیر، مالاکنډ، بټګرام، مانسهره او ایبټ آباد کې به د باران ترڅنګ د ږلۍ ورېدو امکان هم وي.
همدارنګه پېښور، مردان، نوښار، چارسده، صوابۍ، کوهاټ او قبایلي ضلعو کې به هم د باران او تيزې سيلۍ وړاندوینه شوې ده.
پي ډي ايم ای خبرداری ورکړی، چې په غرييزو سیمو کې د ځمکې ښویېدو او په خوړونو او ويالو کې د اوبو د کچې د لوړیدو خطر شته، او ځینو سیمو کې ناڅاپي سېلابونه هم راتلی شي.
په میداني سیمو کې، لکه پېښور، مردان او نوښار په ښاريه سيمو کې هم د اوبو کچه لوړيدو اندېښنه ښودل شوې ده.
ادارې زیاته کړې چې تیز بادونه او ږلۍ ممکن کمزورې ودانۍ، د برېښنا ستنې او سولر پینلونه زیانمن کړي او ولاړ فصلونه هم خراب کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۵م مارچ نه راپدیخوا بارانونو کې په خېبر پښتونخوا کې نږدې ۵۰ کسان مړه شوي دي او د سلو زيات ټپيان دي. د دې سره دغه بارانونو، ودانيو او فصلونو ته هم سخت زيان رسولی دی.

شال نیوز