د سولې نوبل نړیواله جایزه ګټونکې ،ملالې یوسفزۍ، بروکسل ته د طالبانو د پلاوي په ورتګ اندېښنه ښوولې او د اروپايي ټولنې دغه ګام يې خواشینوونکی بللی.
هغې ،د جون په ۲۲مه، په خپله اېکس پاڼه په یو ويډيويي پیغام کې ويلي دي، چې اروپايي ټولنې د کډوالۍ د یوې هوکړې په اړه د خبرو لپاره د طالبانو چارواکي بروکسل ته بللي او زه نن په دې خبر سخته اندېښمنه شوې یم.
د هغې په خبره، دا هم هغه طالبان دي چې نجونې یې له ثانوي زده کړو منع کړې او په زور یې ودونو ته مجبوره کړې دي.
ملالۍ زیاته کړې، چې دا هم هغه طالبان دي چې د روانې میاشتې په پېل کې یې په هرات کې لسګونه ښځې یوازې په دې نيولې، چې د دوي د جامو په اړه تشريح شوي قواعد يې نه منل. ملالې طالبان تورن کړل چې دوي د يو منظمه جنسيتي اميتاز له لارې ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه په بشپړ ډول ایستلې.
ملالې پر اروپايي ټولنې غږ کړی دی، چې داسې رژیم ته مشروعیت ورنه کړي چې د بشري حقونو د سختو بحرانونو ذمه وار دي. نوموړې ټېنګار کړی چې نړۍ دې له طالبانو سره هر ډول تعامل د افغان ښځو او نجونو له حقونو سره مشروط کړي.

شال نیوز