د ایران ولسمشر ،مسعود پزشکیان، پاکستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې ،د جون په ۲۳مه، د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري، وزیر اعظم شهباز شریف او د پوځ له مشر فیلډ مارشال عاصم منیر سره جلا جلا لیدنې او خبرې کړې دي.
د پاکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ (ایوان صدر) د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر اصف علي زرداري د ایران ولسمشر او ورسره مل لوړپوړي پلاوي ته هرکلی ووایه. په دې لیدنه کې د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم ګډون درلود.
ولسمشر زرداري د پاکستان او ایران اړیکې تاریخي او ورورولۍ ته ولاړې اړیکې وبللې او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستي لاسلیک شوي تړونونه به د سیمي د سولې، ثبات او اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي. هغه د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراخېدو پر اهمیت هم ټینګار وکړ.
له بلې خوا، وزیر اعظم شهباز شریف سره په لیدنه کې دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ او سیمه ییز امنیت په اړه خبرې وکړې. د وزیر اعظم دفتر ویلي، چې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو د پراخولو او د ګډو پروژو د پرمختګ لپاره د عملي ګامونو پر اړتیا ټینګار وکړ.
ایراني ولسمشر په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د نږدې همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
همداراز، ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان د پوځ له مشر فیلډ مارشال عاصم منیر سره هم لیدنه وکړه. د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ایي اېس پي ار) د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې امنیت، د ترهګرۍ ضد مبارزې او سیمه ییز امنیتي وضعیت په اړه خبرې وشوې.
جنرال عاصم منیر وویل چې د پاکستان او ایران ګډه پوله باید د سولې، دوستۍ او همکارۍ پوله پاتې شي. هغه زیاته کړه چې د ګډو امنیتي ګواښونو او ورانکارو عناصرو پر ضد د دواړو هېوادونو همغږي او همکاري لا پیاوړې کېدو ته اړتیا لري.
په دې موقع ایراني ولسمشر د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو د لا پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

خانزیب محسود