د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د افغان طالبانو پنځه کسیزه پلاوي لپاره یې یو ورځنۍ ویزې صادرې کړي دي، څو په بروکسل کې په یوې غونډه کې ګډون وکړي. ورته مهال ګارډین ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي دي، چې ټاکل شوې دغه غونډه نن ،د جون په ۲۳مه، ترسره شي.

 

بلخوا، د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي د نومونو په ډاګه کولو څخه ډډه کړې ده، خو تېره ورځ ځینو رسنیو ویلي، چې د طالبانو په پلاوي کې د عبدالقهار بلخي ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو ریاست مرستیال هدایت‌ الله پکتین هم شامل دی.

یاده غونډه څو اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې اروپايي کمېسیون تایید کړه چې دوي د جنورۍ راهیسي له طالبانو سره د خبرو اترو په حال کې دي څو د افغان کډوالو د ایستلو کچه لوړه کړي.

ځیني اروپایي سیاستوال له طالبانو سره د اروپایي ټولنې د اړیکو مخالف دي او وایي، چې اروپایي ټولنه له یوې خوا طالبان غندي، خو له بلې خوا ورسره رسمي غونډې او همکاري کوي.

 

د بشري حقونو فعالان او د اروپایي پارلمان غړي وایي، چې دغه ډول غونډه به د طالبانو هغه حکومت عادي او مشروع وښيي چې ښځې او نجونې یې له زده‌ کړو، کار او عامه ژوند څخه بې‌ برخې کړې دي. د ګارډیڼ راپور زیاتوي چې په ټوله اروپا کې د دغه افغانانو ژوند ورځ تر بلې ستونزمن شوی؛ ځکه د کډوالۍ په اړه سیاسي دریځونه لا سخت شوي دي. 

ډېر اروپایي هېوادونه داسې ښکاري چې د هغو ګواښونو له پامه غورځولو ته چمتو دي چې افغانستان ته د کډوالو د بېرته لېږلو له امله رامنځته کېدی شي؛ په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د بشري ناورین او د بشري حقونو له کړکېچ سره مخ دی.

طالبان بروکسل ته په خپل دغه سفر کې هڅه کوي چې له اروپايي هېوادونو څخه په جرم تورنو افغانانو د شړلو په بدل کې پر یادو هېوادونو خپل ډېپلوماټان ومني. بروکسل ته د طالبانو د پلاوي دغه سفر داسې مهال دی چې اروپايي پارلمان د کډوالو په تړاو یو نوی قانون تصویب کړی دی.