د استرالیا د حکومت د وروستي اعلان ترمخه په دغه هېواد کې د وړومبي ځل لپاره د پوځ مشري یوې ښځې ته سپارل کیږي، چې دا په قامي او نړیواله کچه یو خورا مهم او تاریخي بدلون ګڼل کیږي.
د رويټرز خبري اژانس د راپور لمخې، دا پرېکړه د استرالیا د دفاعي ځواکونو په مدیریت او جوړښت کې د هغو پراخو بدلونونو یوه برخه ده چې مقصد یې د پوځ جدید کول او په غټو عهدو کې د تنوع رامنځته کول دي.
د استرالیا وزیراعظم انتوني البانیزي په دې اړه رسنیو ته وویل، چې میجر جنرال سوزان کویل به د روان ۲۰۲۶ کال د جولایي په میاشت کې په رسمي ډول د لوي درستیزي په توګه خپله نوې ډیوټي پېل کړي.
پنځه پنځوس کلنه سوزان کویل، چې په پوځي مېدان کې اوږده او ځلانده تجربه لري، په ۱۹۸۷ کال کې د استرالیا له پوځ سره شامله شوې وه، هغې په تېرو نږدې څلورو لسیزو کي په ډېرو سختو او حساسو عملياتو کې برخه اخیستې ده.
کویل نه یوازې په استرالیا کي بلکې په بهرنیو هېوادونو لکه افغانستان او عراق کې هم د استرالیايي ځواکونو په مشرۍ کي مهم کردار ادا کړی او هلته یې د خپلو پوځي مهارتونو وړتیا ثابته کړې ده.
دا تاریخي ګمارنه په داسې حال کې کیږي چې د استرالیا دفاعي ځواکونه له ډېرې مودې راهیسي هڅه کوي چې خپلو صفونو کې د ښځو بهرتي زیاته کړي او هغوی ته په فيصله کونکو برخو کي ځای ورکړي.
د سرکاري شمیرو مطابق دا وخت د استرالیا د دفاعي ځواکونو نږدې ۲۱ سلنه غړي ښځې دي چې په بېلا بېلو برخو کې خدمتونه ترسره کوي.
پوځي پوهان په دې یقین دي چې د سوزان کویل ټاکل به نه یوازې په استرالیا کې د ښځینه عسکرو حوصله لوړه کړي، بلکې د نړۍ نورو هېوادونو ته به هم دا پیغام ورسوي چې په امنیتي او دفاعي محکمو کې د قابلیت معیار یوازې تجربه او تخصص دی نه چې جنسیت.
کویل به د خپلې ډیوټۍ په وخت کې د استرالیا د دفاعي حکمت عملۍ د علاقايي چېلنجونو په وړاندې د تیاري او د نوي نسل د افسرانو د روزنې ذمه واري په غاړه لري.

شال نیوز