د افغانستان په هرات ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبینو د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادارو شاوخوا شل تنه نارینه کارکوونکي د ږیرو د لنډوالي یا خرییلو په تور نیولي وو، چې وروسته بېرته خوشې کړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه کارکوونکي ،د جون په ۲۰مه، د هرات د اسلام قلعه سرحدي بندر د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو د هرکلي او مرستو په مرکز کې پر دندو بوخت وو. سرچیني وایي، د طالبانو محتسبینو هغه کارکوونکي ونیول چې د دوي په وینا ږیري یې د ټاکل شویو معیارونو خلاف لنډې وې.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه داخلي خبرتیا کې ویلي دي، چې ځیني نیول شوي کسان هماغه ورځ خوشي شول، خو پاتې نور د بلې ورځې تر پایه ازاد کړل شول. په نیول شویو کسانو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان، د روغتیا نړیوال سازمان او د نورو کورنیو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو کارکوونکي هم شامل وو.
بل لور ته د هرات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر یو سیمه ییز چارواکي ،ضیاءالدین طیب، د مرستندویه ادارو د کارکوونکو د نیولو راپورونه رد کړي دي. نوموړي ویلي، هېڅ د نادولتي مؤسسو کارکوونکی نه دی نیول شوی، خو منلې یې ده چې د بېلابېلو دولتي ادارو پنځه کارکوونکي د ږیرو د لنډوالي له امله نیول شوي وو.
طالبانو له واک ته تر رسېدو وروسته د نارینه وو لپاره د ږیرو ساتل او د ځانګړي لباس اغوستل لازمي بللي دي. د بشري حقونو یو شمېر فعالان وایي، د خلکو پر ظاهري بڼه او شخصي ژوند د دې ډول محدودیتونو پراخېدل د فردي ازادیو په اړه اندېښنې زیاتوي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې په وروستیو اوونیو کې په هرات کې د طالبانو له خوا د ټولنیزو او اخلاقي مقرراتو د عملي کولو هڅې نورې هم سختې شوې دي.

شال نیوز