د میرانشاه په پریس کلب کې ځايي ټيکدارانو د پرمختیايي کارونو د پاتې پیسو نه ورکړی کېدو پر ضد احتجاجي مظاهره کړي ده۔
له احتجاج مخکې دوي په یوه خبري غونډه کې وویل، چې حکومت دې زر تر زره هغه بندیز ختم کړي چې د ۲۰۲۳ کال د جون له ۲۹مې راهیسي په پرمختیايي کارونو لګېدلی دی، او همدارنګه دې د دوي پاتې پیسې دوي ته ورکړي.
ټيکداران وایي، چې دوي ډېرې پروژې بشپړې کړې دي، خو تر اوسه یې پیسې نه دي ترلاسه کړي، چې له امله یې له سختو مالي ستونزو سره مخ دي. د دوي په وینا، دوي د مزدورانو او دوکاندارانو پوروړي شوي او ځینو یې د سخت فشار له امله خپل کورونه پرېښي دي.
دوي خبرداری ورکړی، چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو خپل احتجاج به ټولې صوبې ته وغځوي او مهمې لارې به وتړي، چې بیا به یې مسؤلیت د حکومت پر غاړه وي.

صفدر داوړ