راپور  | عمر وزير

 

د شمالي وزیرستان شیوه دروزنده اوسیدونکي وائي چې دغلته پرله پسې پوځ او وسلوالو ډلو ترمنځه نښتو او ناامنۍ لامله خلک کډو کولو ته مجبوره شوي دي۔ 

 

دوي وايي چې د هره ورځ نښتو او ډرون بريدونو لامله ځايي خلکو ته ځاني او مالي زيان رسيږي چې لامله يې د سيمي لوي بازار کې خلکو دکانونه خالي کړي او نږدې سیمو ته يې کډې وړي خو د حکومت لخوا د امن راوستلو په لړ کې هیس اقدامات نشته او نه هم ورته دا ویل کیږي چې عملیات به کیږي که نه.

 

د شیوه اوسیدونکي فرمان، شال نيوز ته وویل چې د سختې ناامنۍ ښکار دي. فرمان وويل چې په اخترونو کې خلک خوشالي نمانځي خو  دوي خپل کورونه خالي کوي او نورو سیمو ته په کډه روان دي.

 

يو بل اوسیدونکي رفیع الله وایي چې خلکو د ناامنۍ او د ويرې لامله خپل دکانونه او کورونه خالي کړي دي او روان دي. رفيع الله غوښتنه وکړله چې حکومت دې دوي ته په ډاګه کړي چې پراخ عمليات به کوي او که تر هدفي عملياتو به محدود اوسي.

 

په ياده سيمه کې د شوال سره تعلق لرونکي يو کډوال حميدالله شال نيوز ته وويل چې د ناامنۍ لامله يې په ۲۰۱۴ کې د شوال نه کډه کړې وه چې لا خپل کلي ته ستانه شوي ندي خو اوس د دروزنده نه هم په کډه روان دي.

 

شمالي وزیرستان شیوه په شمول د میرعلي او میرانشاه ګڼو سیمو کې دې وروستیو کې نه یوازې د وسلوالو پرضد هدفي عملیات توند شوي بلکه د وسلوالو له خوا هم په امنيتي ځواکونو بریدونو کې زياتوالی راغلی دی، چې زياتره وختونو کې ځايي اولس د عام وګړو د مرګ ژوبلې شکایتونه کوي.

 

د دغه ناامنۍ پرضد، په سیمه کې د اتمانزئ جرګې د سیوري لاندې وخت په وخت احتجاجونه او پرلتونه شوي او د حکومت او امنيتي ادارو سره  وخت په وخت جرګو په نتيجه کې ورته د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړی شوی خو ولې حالات د سمېدو پرځای لا خرابۍ په لور روان دي.

 

د شیوه دروزنده تازه حالاتو په اړه میرانشاه کې د پاکستان د پوځ یو چارواکي ،چې نه يې غوښتل نامه يې واخيستل شي، شال نيوز ته وویل چې دغلته وسلوالو پرضد هدفي عملیات توند شوي او دا عمليات به نورو سيمو ته هم خپريږي، البته دا پراخ عملیات نه دي او نه ځايي خلکو ته د سیمي نه کډه کولو په اړه څه ويل شوي دي. دوي وویل چې هدفي عملیات کې پوځ هڅه کوي چې اولس ته هیڅ ځاني او مالي زیان و نه رسيږي.

 

د دې وړاندې هم مرستيال کمشنر او پوځي چارواکو وخت په وخت ويلي دي چې په سیمه کې د وسلوالو پرضد عملياتو کې توندي راولي خو اولس ته د هېڅ ځاني او مالي تاوان رسېدو په اړه ډېر پام کوي.