د خېبر پښتونخوا د لوړو زده کړو وزارت د ۶۰۰۰ ښځينه زده کوونکو لپاره د نوو فرصتونو برابرولو په موخه يو مهم ګام پورته کړی دی.
د ياد وزارت د بيان لمخي دوي د هېواد په کچه له پنځو ادارو سره د همکارۍ تړون لاسليک کړي دي، چې پکې د خېبر پښتونخوا آي ټي بورډ، ټايي، سکېل سکواډ، مایګرنټ ریسورس سنټر او سرکل وومن شامل دي.
تړونونو لمخې به د صوبي د ښځينه زده کوونکو لپاره د ډيجيټل زدکړو او اقتصادي پياوړتيا کې ځانګړي پروګرامونه پلی شي.
همداراز، د صوبي د ګڼ شمېر زده کونکو ته به د ډيجيټل مهارتونو، ای کامرس، کاروبار (انټرپرېنرشپ) او خوندي مهاجرت په اړه روزنه ورکول کېږي.
په دې اړه، د لوړو زده کړو وزير مینا خان اپريدي ويلي، هڅه کوي چې د تعليم او صنعت ترمنځ اړیکي لا پياوړې کړي او زدهکوونکي د ډيجيټل نړۍ له فرصتونو سره بلد کړي.
نوموړې زياته کړه چې په صوبه کې د مهارت پر بنسټ زدکړې د حکومت له مهمو لومړيتوبونو څخه ده.

شال نیوز