د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف او د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر ،د جون په ۲۱مه، سویس ته روان شوي دي، څو د امریکا او ایران ترمنځ په هغو تخنیکي خبرو کې برخه واخلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستۍ هوکړې د عملي کېدو لپاره ترسره کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي دي چې وزیر اعظم شهباز شریف او فیلډ مارشال عاصم منیر د سویس د بورګنسټاک سیمي ته تللي، چرته به چې د «اسلاماباد د تفاهم لیک» د عملي کېدو په اړه لوړې کچې خبرې اترې وشي.
د وزیر اعظم دفتر هم تایید کړې ده چې پاکستانی پلاوی سهار په تیاره کې سویس ته روان شوی دی. د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د جون پر ۱۷مه د اسلاماباد د تفاهم لیک له لاسلیک وروسته، دا د امریکا او ایران ترمنځ لومړنۍ رسمي ناسته ده.
د وزارت له مخې، په دغو خبرو کې به د امریکا، ایران او قطر لوړپوړي پلاوي ګډون وکړي. پاکستان ویلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې هوکړې د عملي کېدو او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت ملاتړ ته به دوام ورکړي.
ټاکل شوې ده چې وزیر اعظم شهباز شریف په سویس کې د امریکا، ایران، قطر او سویس له چارواکو سره جلا جلا لیدنې هم وکړي او په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره د پاکستان پر ملاتړ ټینګار وکړي.
بل لور ته د امریکا د ولسمشر مرستیال جی ډي وینس هم سویس ته رسېدلی دی. نوموړي له سفر مخکې خبریالانو ته ویلي دي چې په دغو خبرو کې به د ایران د اټومي پروګرام او د لبنان د اوربند پر موضوعاتو ځانګړی تمرکز وشي.
جی ډي وینس ویلي: «هیله لرو چې د ایران د اټومي پروګرام او د لبنان د اوربند په اړه عملي پرمختګ وشي، ځکه دا دواړه د خبرو مهم موضوعات دي.»
د هغه په وینا، د امریکا مذاکره کوونکي له وړاندې په سویس کې دي او د خبرو پر تخنیکي او عملي اړخونو کار کوي.
په همدې حال کې د ایران دولتي خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د ایران لوړپوړی پلاوی هم سویس ته رسېدلی دی. د راپور له مخې، د پلاوي مشري د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف کوي او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ورسره ملګری دی.
په ایراني پلاوي کې د ملي امنیت د عالي شورا استازي، د مرکزي بانک چارواکي او د انرژۍ سکټور لوړپوړي مسوولین هم شامل دي، چې د شنونکو په وینا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تخنیکي موضوعاتو اهمیت څرګندوي.
تر اوسه د دغو خبرو د پایلو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي، خو تمه کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د وروستۍ هوکړې د عملي کېدو په برخه کې به مهم پرمختګونه رامنځته شي.

شال نیوز