د چمن پولې د اوږدې مودې د بندښت له امله د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو او د بې روزګارۍ د زیاتېدو په ترڅ کې وفاقي او د بلوچستان حکومتونو پرېکړه کړې ده، چې د چمن ۵۰۰ بې روزګاره ځوانان به د کار په موخه بهرنیو هېوادونو ته ولېږي. د دې پروګرام لپاره د چمن ډپټي کمیشنر دفتر ته د زرګونو ځوانانو غوښتنلیکونه رسېدلي دي. نوم لیکنه، ټېسټونه او مرکې ترسره شوې او ګډونوالو ته د راجسټرېشن رسمي شمېرې هم ورکړل شوې دي.

د چارواکو په وینا، د نوماندانو د ارزونې پر مهال د هغوي تعلیمي اسناد، پاسپورټونه، تخنیکي مهارتونه او کاري تجربې ارزول شوي دي، څو د بهرنیو هېوادونو د کار بازار اړتیاوو ته په کتو مناسب کسان وټاکل شي.

د چمن ډپټي کمیشنر حبیب احمد بنګلزي، د جون په ۱۹مه، شال نیوز ته ویلي دي، چې دا پروګرام د وفاقي او بلوچستان حکومتونو له خوا د سیمي ځوانانو ته د روزګار د فرصتونو برابرولو لپاره پېل شوی دی.

نوموړي وویل: «د انتخاب بهیر به په بشپړه توګه د میرټ پر بنسټ ترسره کېږي او په دې لړ کې به هېچا ته ځانګړی امتیاز نه ورکول کېږي. غوره شویو ځوانانو ته به لومړی مسلکي روزنه ورکول کېږي او له هغې وروسته به د هغوي د وړتیاوو او مهارتونو له مخې بهرنیو هېوادونو ته د کار لپاره واستول شي.»

بل لور ته، د نوم لیکنې او مرکو په بهیر کې ګډون کوونکو ځوانانو د حکومت د دې اقدام هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی دی چې د انتخاب ټول پړاوونه باید شفاف او له هر ډول لاسوهنې پاک وي.
 

یو شمېر ځوانانو شال نیوز ته ویلي، چې د چمن بارډر بندښت د سیمي پر اقتصاد ژور اغېز کړی او ګڼې کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي. د هغوي په وینا، که د انتخاب بهیر په رښتینې مانا د میرټ پر بنسټ ترسره شي، نو دا پروګرام به د سلګونو کورنیو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه وګرځي.

د سیمي یو شمېر ټولنیز فعالان هم دا اقدام مثبت بولي، خو وایي چې د چمن د بې روزګارۍ د ستونزې د حل لپاره لا پراخو او دوامدارو پروګرامونو ته اړتیا شته. د دوي په باور، د ۵۰۰ ځوانانو بهر ته لېږل یو مهم پېل دی، خو د زرګونو نورو بې روزګاره ځوانانو لپاره هم باید د روزګار او مسلکي زده کړو فرصتونه برابر شي.

د چمن پولې بندښت په وروستیو کلونو کې د سیمي پر سوداګرۍ، ترانزیټي فعالیتونو او ورځنیو اقتصادي چارو پراخ اغېز کړی دی او ګڼ شمېر کورنۍ یې د عاید له مهمو سرچینو بې برخې کړې دي. له همدې امله د حکومت وروستی نوښت د سیمي د خلکو له خوا د اقتصادي ستونزو د کمولو او د ځوانانو لپاره د روزګار د نوو فرصتونو د رامنځته کولو پر لور یو مهم ګام ګڼل کېږي.