د افغان طالبانو د دفاع وزارت ادعا کړې ده چې تېره شپه یې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ځینو سرحدي سیمو کې د داعش ډلې پر مرکزونو بریدونه کړي دي. وزارت ویلي دي، چې دغه عملیات د هغو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي، چې ګواکي له دغو ځایونو څخه پر افغانستان د بریدونو پلانونه جوړېدل.
نن ، د جون په ۱۹مه، د دفاع وزارت لخوا په ایکس خپور شوي پېغام کې ویلی شوي دي چې د بلوچستان د کلا عبدالله ضلعې د ګلستان سیمه، د چاغي ضلعې د شکراب سیمه او د خیبر پښتونخوا د بر قمبرخېلو ،اورکزو، سیمه د عملیاتو هدف ګرځېدلې دي. وزارت ادعا کړې ده چې په دغو سیمو کې د داعش مهم مرکزونه موجود وو او د عملیاتو پر مهال مهم اهداف په نښه شوي دي، خو د احتمالي مرګ ژوبلې او مالي زیانونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
خو یو امنیتي چارواکي، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، د شال نیوز شمیم شاهد ته ویلي دي چې تر اوسه داسې کوم شواهد نه دي ترلاسه شوي چې وښيي بریدونو د داعش مرکزونه په نښه کړي دي.
ځايي اوسېدونکو شال نیوز ته ویلي چې په بر قمبرخېلو سیمه کې د یوې بې پېلوټه الوتکې پاتې شوني موندل شوي دي، خو د مرګ ژوبلې او یا هم د نورو شتمنیو د زیان په اړه تر اوسه کوم کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د بلوچستان په ګلستان او شکراب سیمو کې هم ځايي سرچینو د یوې لوېدلې بې پېلوټه الوتکې د موندل کېدو خبر ورکړی، خو د بریدونو د پایلو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
د کلا عبدالله مرستیال کمېشنر ،منور حسن مګسي، د شال نیوز خبریال نعیم اڅکزي ته ویلي دي چې د پېښې د ارزونې او معلوماتو راټولولو لپاره یې سیمی ته ځانګړې ډلې استولې دي او د هغوي د راپور له ترلاسه کېدو وروسته به نور معلومات شریک شي. د ورته پوښتنې په ځواب کې د چاغۍ ډپټي کمشنر ،جهانزیب نور شاهواني، وویل چې “دا خبر دروغ دی”.
شال نیوز د دغو ادعا شویو بریدونو په اړه د افغان حکومت له ویاند ،مولوي ذبیح الله مجاهد، څخه هم د واټس اپ له لارې د وضاحت او تبصرې غوښتنه وکړه. خو نوموړي د تفصیلي ځواب پر ځای یوازې د «الله بحفظکم ویرعاکم» پیغام او دعايي ایموجي واستاوه او د بریدونو په اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.
پاکستاني چارواکو تر اوسه د افغان طالبانو د دفاع وزارت د دغو ادعاوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د امنیتي اندېښنو، سرحدي شخړو او متقابلو تورونو له امله اړیکې ترینګلې شوې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ فضا لا هم دوام لري.

عدنان بېټنی