د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا په اسرایل سختې نیوکې کړي او اشاره یې کړې چې که اسرایل په غزه او لبنان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، نو ترکیه ښايي د فلسطیني ولس د ملاتړ لپاره پوځي ګام پورته کړي۔

 

دا څرګندونې په نړیواله کچه په خورا جدي توګه څېړل کېږي، خو پوښتنه دا ده چې ایا دا یوازې سیاسي بیانیه ده او که رښتیا د جګړې امکان شته؟

 

ولسمشر اردوغان د خپل ګوند یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې ترکیه باید دومره مضبوطه وي چې اسرایل ته د خپلو کړنو ځواب ورکړي۔ هغه د لیبیا او نګورنو کاراباخ د جګړو مثال ورکړ، چرته چې ترکیې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول مداخله کړې وه۔ 

 

اردوغان وویل: “لکه څنګه چې موږ په کاراباخ او لیبیا کې وکړل، همدا رنګه له اسرایل سره هم کولای شو، هیڅ داسې دلیل نشته چې موږ دا کار ونه کړو۔”

 

د ترکیې د ولسمشر دا خبرې په اسرایل کې د سخت غبرګون سره مخ شوي دي۔ د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر په ځواب کې ویلي چې اردوغان د صدام حسین په پلونو پل ږدي او باید په یاد ولري چې د هغه برخلیک څه و۔

 

بلخوا، په ترکیه کې دننه او په نړيوالو رسنیو کې بحثونه پېل شوي چې ترکیه د ناټو غړی هېواد دی او په اسرایل مستقیم برید به د ناټو لپاره لویې قانوني او پوځي پوښتنې راپورته کړي۔

 

سیاسي پوهان وایي چې د اردوغان دا خبرې تر ډېره په اسرایل د فشار راوستلو او د خپل ولس د احساساتو د څرګندولو لپاره دي۔ ترکیه دا مهال د اسرایل سره ټولې تجارتي اړیکي هم بندې کړي دي او هڅه کوي چې په نړیواله کچه د اسرایل د جګړې مخه ونیسي۔

 

تر اوسه د ترکیې د پوځ لخوا د اسرایل په لور د کوم حرکت یا د جګړې د تیارۍ خبر نه دی راغلی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکي اړیکي په تر ټولو ټیټه کچه کې دي۔

 

په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له امله د ترکیې دې ګواښونو د سیمي حالات نور هم ترینګلي کړي دي۔ نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه امریکا او اروپايي هېوادونه، په دواړو غاړو غږ کوي چې له صبر او زغم څخه کار واخلي ترڅو دا کړکېچ په یوه لویه سیمه ییزه جګړه بدل نه شي۔