له افغانستان سره د تورخم په پوله له څو مياشتو راهيسي بند پاتې پاکستاني باروړونکي ټرکونو او ټرالرو ،د جون په ۱۸مه، بېرته هېواد ته د ستنېدو بهير پېل کړ.

 

دا پرېکړه له هغې يوه ورځ وروسته وشوه چې د خېبر ضلعې په لنډي کوتل او تورخم کې سلګونو ټرانسپورټرانو، د بند پاتې موټر چلوونکو د کورنيو غړو او ځايي اوسېدونکو احتجاجونه وکړل او د خپلو موټرو او کارکوونکو د ستنېدو غوښتنه يې وکړه.

 

مظاهره کوونکو ،د جون په ۱۷مه، په د پېښور ـ کابل لويه لاره تړلې وه، چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او مالونو د لېږد بهير اغېزمن شوی و. د لارې تړل کېدو د افغانستان هغو کورنيو ته هم ستونزې جوړې کړې چې د بېرته ستنېدو په موخه له پاکستانه خپل هېواد ته روانې وې.

 

د احتجاج مشرانو ويلي وو چې که غوښتنې يې ونه منل شي، خپل پرلت ته به دوام ورکړي، خو وروسته له هغې يې احتجاج پای ته ورسول چې چارواکو ورته د ټولو بند پاتې موټرو، د هغوي د مالکانو، ډرېورانو او مرستيال کارکوونکو د بېرته ستنېدو ډاډ ورکړ.

 

ټرانسپورټرانو د دې پرېکړې هرکلی کړی، خو ويلي يې دي چې د څو مياشتو ځنډ له امله ورته درانه مالي زيانونه اوښتي دي او د کورنۍ یې د اقتصادي  ستونزو سره مخ شوې دي.

 

چارواکو او د ټرانسپورټ سکتور استازو د پېښور کمېشنر رياض خان محسود او په پېښور کې د افغانستان قونسل جنرل حافظ حمدالله محب هڅې وستايلې او ويې ويل چې د دواړو لورو په همغږۍ د ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه پورته شوي دي.

 

د معلوماتو لمخې، شاوخوا ۱۶۰۰ پاکستاني موټرونه او د هغوي عملې له تېر کال راهيسي په افغانستان کې بند پاتې وې. دا ستونزه وروسته له هغې رامنځته شوه چې د تېر کال په اکتوبر کې د تورخم پولې ته نږدې د پاکستان او افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتو د تګ راتګ او سوداګرۍ بهير اغېزمن کړ.

 

د پولې اوږدمهاله تړل کېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري، ولسي تګ راتګ او اقتصادي فعاليتونه سخت زيانمن کړل، او په وروستيو مياشتو کې تورخم تر ډېره د افغانستان د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره کارېده.

 

د روانې مياشتې په پېل کې د پېښور کمېشنر رياض خان محسود په مشرۍ او د افغانستان د قونسل جنرل حافظ حمدالله محب په ګډون په يوه لوړپوړې غونډه کې د بند پاتې ټرانسپورټرانو او ډرېورانو ستونزه وڅېړل شوه. غونډې د موټرو د تدريجي ستنېدو پر يوه مهالوېش هوکړه وکړه.

 

د دې هوکړې لمخې، هره ورځ به له سهار اته بجو څخه د ماسپښين تر دوو بجو پورې په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني موټرونه هېواد ته را ستنېږي، او له دوو بجو وروسته به افغانستان ته تلونکي سوداګريز موټرونه د پولې د اوښتو اجازه لري.

 

دواړو لورو يو ځل بيا ژمنه کړې، چې د سوداګرۍ او ولسي تګ راتګ لپاره د پولې د بشپړ پرانيستل کېدو هڅې به روانې ساتي.

 

خو د دې پرېکړې عملي کېدل هغه مهال وځنډېدل چې د پېښور په حسن خېل سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد وشو، چې له امله يې شپږ امنيتي سرتېري ووژل شول، يو شمېر نور ټپيان شول او ځيني امنيتي چارواکي وتښتول شول. ورپسې امنيتي پېښو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پېچلې کړې.

 

سره له دې چې د بند پاتې موټرو د بېرته ستنېدو لړۍ اوس پېل شوې او تمه کېږي په راتلونکو ورځو کې بشپړه شي، خو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ، سرحدي تګ راتګ او ډيپلوماټيکو اړيکو پر وړاندې لا هم ګڼې ننګونې پرتې دي.

 

شنونکي باور لري چې د حکومتي او امنيتي تماسونو ترڅنګ د سياسي، مذهبي او قبايلي مشرانو پراخې هلې ځلې هم کولی شي د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د پاتې اختلافاتو د حل لپاره مناسب چاپېريال رامنځته کړي.