نن په ميرامشاه سيمه کې د معذوره کسانو ټولنې د پريس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه، چې پکې د دې ضلعې له بېلابېلو سيمو ګڼ شمېر معذوره کسانو ګډون وکړ.
په ګډونوالو کې زياتره هغه کسان وو چې د ترهګرۍ پېښو او ځمکني ماينونو چاودنو له امله معذوره شوي دي.
په مظاهره کې ګډون کوونکي د معذوره کسانو ټولنې يو غړي، عتيق داوړ، شال نيوز ته وويل، چې دوي د حکومت نه غوښتنه کوي چې په تېره روژه کې د رمضان پيکج مرستو کې دوي سره د شوي زياتي پلټنو سره سره دې دوي ته مياشتنۍ مرستې هم وټاکي او ورسره دې په قانون کې ټاکل شوي، په ملازمتونو کې، د معذوره کسانو ۲٪ کوټه او په ټېکو کې حق هم ورکړل شي.
هغه زياته کړه، چې چې دوي تر دې وړاندې هم څو ځله پرامنه احتجاجونه کړي، خو تر اوسه پورې ورسره شوې وعدې نه دي پوره شوې.
د مظاهرې په دوران کې د شمالي وزيرستان تحصيلدار غني الرحمان دوي سره خبرې وکړې، او دوي ته يې د غوښتنو د پوره کیدو ډاډ ورکړل، چې د هغې نه پس مظاهره کوونکو معذوره کسانو خپله مظاهره په پرامنه توګه ختمه کړه.
مظاهره چيانو خبرداری ورکړ چې که حکومت يې په ټاکلي وخت کې غوښتنې عملي نکړي، نو دوي به خپل احتجاجونه نور هم پراخ کړي او د حقونو تر ترلاسه کولو پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
د سيمې خلک وايي چې شمالي وزيرستان کې د کلونو ناامنۍ له امله ګڼ شمېر کسان معذوره شوي دي او اوس د ژوند له سختو ستونزو سره مخ دي، چې د حل لپاره يې د حکومت جدي پاملرنې ته اړتيا ده.

صفدر داوړ