د بلوچستان د سرکاري ملازمینو اتحادیې (آل ګورنمنټ ایمپلایز ګرینډ الاینس) مشرانو اعلان کړی دی، چې نن ،د جون له ۱۸مې، څخه به په بلوچستان کې سرکاري دفترونه او تعلیمي ادارې ،په احتجاجي توګه، تر نامعلومې مودې پورې تړلې وي، او ،د جون له ۱۹مې، څخه به په کوټه کې د خپلو غوښتنو تر منل کېدو پورې احتجاجي پرلت پېلوي.
د اتحادیې مشرانو په کوټه کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال دعوه وکړه، چې د دوي په سولیز احتجاج پولیسو کوتکې او اوښکې بهوونکی ګاز یې کارولی او ډزې یې کړې دي، چې له امله یې د یوې ښځینه استاذې په ګډون ګڼ شمېر سرکاري ملازمین ټپیان شوي او یو شمېر نور نیول شوي دي.
د اتحادیې یو مشر ،عبدالقدوس کاکړ، غونډې ته وویل، چې د دوي احتجاجي تحریک له تېرو دوو کلونو راهیسي دوام لري او په دې موده کې له حکومت سره څو ځله خبرې اترې او هوکړې شوې دي، خو ،د ده په خبره، حکومت تر اوسه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
کاکړ زیاته کړه، چې که د دوي غوښتنې و نه منل شي نو د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې به هره ورځ احتجاجي مظاهرې کېږي.
د اتحادیې مشرانو تور پورې کړ چې د بلوچستان حکومت ملازمینو ته د غونډو کولو اجازه نه ورکوي. د دوي په وینا، ګڼ شمېر ملازمین په جبري توګه دندو پرېښودلو ته اړ شوي او د یو شمېر نورو پر ضد هم بېلابېل اقدامات شوي دي.
دوي د هېواد د ولسمشر ،اصف علي زرداري، څخه غوښتنه وکړه چې د بلوچستان حکومت د دې چلند نوټس واخلي، اغېزمن شوي ملازمین بېرته پر خپلو دندو وګماري او د حکومت او اتحادیې ترمنځ د شویو هوکړو عملي کېدل یقیني کړي.

نعيم اچکزئي