کوئټه (شال نیوز): د بلوچستان په سرښار کوئټه کې نن د یکشنبې په ورځ په یو وسله وال برید کې د هزاره ټولنې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او درې نور سخت ژوبل شوي دي۔ دا پېښه هغه وخت وشوه کله چې نامعلومو کسانو د سبزي منډۍ نه کور ته په لاره په یو ګاډي ناتار ډزې وکړې۔

د پولیسو د لوړپوړي چارواکي محمد خیر سملاني په وینا، دا پېښه د هزار ګنجي سیمې سره نږدې شوې ده۔ هغه وویل چې په موټرسایکل سپرو وسله والو په هغه ګاډي ډزې وکړې چې د هزا ګنجي له سبزي منډۍ څخه د هزاره ټاون په لور روان و۔ په دغه برید کې دوه کسان په ځای مړه شوي او درې نور ژوبل دي چې سمدستي سول روغتون ته رسول شوي دي۔ د روغتون ترجمان وسیم بېګ تایید کړې چې دوی ته دوه مړي او درې ژوبل کسان راوړل شوي دي۔

پولیس وایي چې دا یو 'هدفي برید' ښکاري او د پېښې سمدستي وروسته د پولیسو او ملېشه ځواکونو (ایف سي) دستې سیمې ته رسېدلي دي۔ تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی، خو پولیسو په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي۔ د دې پېښې پر ضد د هزاره ټولنې خلکو په 'ویسټرن بای پاس' احتجاجي پرلت وهلی او سړک یې د تګ راتګ لپاره بند کړی دی، چې له امله یې ترافیک له ستونزو سره مخ دی؛ حکومتي چارواکي اوس مهال له لاریونوالو سره په خبرو بوخت دي۔

د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي په دې پېښه سخت خپګان ښودلی او دا یې یو "بزدلانه عمل" بللی دی۔ هغه د بلوچستان د پولیسو مشر (آی جي) نه په دې اړه رپوټ غوښتی او ویلي یې دي چې ریاست به د هغو کسانو پر ضد سخت ګامونه پورته کړي څوک چې د بې ګناه خلکو په ژوند لوبې کوي۔ د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاء الله لانګو هم د پېښې نوټس اخیستی او د تورنو کسانو د نیولو امر یې کړی دی۔

د یادونې وړ ده چې هزار ګنجي کې د هزاره ټولنې په سبزي پلورونکو باندې د وړاندې نه هم بریدونه شوي دي۔ په ۲۰۱۹ کال کې هم په دغه منډۍ کې په یوه چاودنه کې ۲۰ کسان وژل شوي وو۔ د بشري حقونو د ملي کمیسیون د یو رپوټ له مخې، له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې په کوئټه کې د هزاره ټولنې ۵۰۹ غړي په مختلفو ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي دي۔