د بلوچستان ګرېنډ الائنس په بلنه د خپلو غوښتنو د منلو لپاره په کوټه کې احتجاجي مظاهره شوې، چې پر مهال یې پولیسو د مظاهره چیانو د تیت پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او ګڼ شمېر کسان یې نیولي دي.
د راپورونو له مخې، د بلوچستان له بېلابېلو سیمو څخه د الائنس کارکوونکو او ملاتړو لاریونونه وکړل او وروسته ټول مظاهره چیان د چمن اډې په سیمه کې راټول شول. مظاهره چیانو هڅه کوله چې د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ پر لور مارچ وکړي، خو پولیسو یې مخه ونیوله.
عیني شاهدان وايي، د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ د لفظي شخړو وروسته نښتې او منډې ترړې پېل شوې، چې له امله یې په سیمه کې تاوتریخوالی رامنځته شو. پولیسو د خلکو د خورولو لپاره شیلنګ وکړ او یو شمېر مظاهره چیان یې ونیول.
د بلوچستان ګرېنډ الائنس تنظیموونکي ،قدوس کاکړ، خبریالانو ته ویلي، چې د دوي احتجاج به تر هغو دوام ولري څو یې غوښتنې نه وي منل شوې. نوموړي وویل، کارکوونکي به په هر صورت د صوبايي اسمبلۍ مخې ته خپل غږ رسوي او د حقونو لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
بل لور ته، پولیسو تر اوسه د نیول شویو کسانو د شمېر او د عملیاتو په اړه رسمي تفصیلي دریځ نه دی خپور کړی.
د پېښې وروسته په چمن اډه او شاوخوا سیمو کې امنیتي تدابیر سخت کړل شوي او د تګ راتګ پر بهیر هم اغېز لیدل شوی دی.

نعيم اچکزئي