د  ترهګرۍ  د ۲۰۲۶ نړيوال انډيکس  له مخې، پاکستان د لومړي ځل لپاره د نړۍ په کچه د ترهګرۍ تر ټولو اغېزمن هېواد ګرځېدلی دی. د  راپور له مخې، په  کال ۲۰۲۵ کې په هېواد کې د ترهګرۍ له امله د مړو شمېر ۶ سلنه زیات شوی او ۱,۱۳۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

دغه راپور  د  يو نړيوالې څيړنيزي ادارې ، د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ، له لوري  خپور شوی، چې د  تېرو دوو لسیزو راهيسي  د ترهګرۍ مهم رجحانات او بدلونونه څېړي. راپور د  نړۍ  د ۱۶۳هېوادونه ارزولي دي. په دې څيړنو  کې د ترهګریزو پېښو شمېر، مرګ ژوبله، ټپیان او یرغمل شوي کسان شامل دي.

 

راپور ښيي چې د پاکستان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان سره ترینګلې اړیکي، او همدارنګه د  کالعدم تحریک طالبان پاکستان (TTP) او کالعدم  بلوچستان لبریشن آرمي (BLA) له لوري زیاتېدونکي تاوتریخوالي د هېواد امنیت ته جدي ګواښونه پېښ کړي  دي.

 

د راپور له مخې، په پاکستان کې د ترهګرۍ له امله مړینې د ۲۰۱۳ کال راهیسي تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي او په ۲۰۲۵ کال کې ۱,۰۴۵ ترهګریزي پېښې ثبت شوي دي.

 

راپور کې کالعدم تحریک طالبان پاکستان د پاکستان تر ټولو خونړۍ ډله بلل شوې، چې په نړیواله کچه د داعش‌ او جماعت نصرت الاسلام والمسلمون نه پس دريم مقام لري. راپور زیاتوي چې له ۲۰۰۹ کال راهیسي د پاکستان ۶۷ سلنه بریدونه همدې ډلې ترسره کړي دي. په ۲۰۲۵ کال کې د دغې ډلې بریدونه ۲۴ سلنه زیات شوي، چې ډېر یې په خېبر پښتونخوا کې کړي دي.

 

د راپور لمخې په کال ۲۰۲۵ کې لږ تر لږه ۶۳۷ کسان د TTP په بریدونو کې وژل شوي، چې دا د ټولې ترهګرۍ ۵۶ سلنه جوړوي. راپور دا هم وايي چې دا شپږم پرله‌ پسې کال دی چې پاکستان د ترهګرۍ زیاتوالي سره مخ دی.  په دې ترهګرۍ کي خیبر پښتونخوا او بلوچستان هغه سیمې دي چې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي، او د هېواد د ټولو بریدونو ۷۴ سلنه او د مرګ ژوبلې ۶۷ سلنه پکې رامنځته شوې دي.

 

په داسې حال کې چې پاکستان د ترهګرۍ له زیاتوالي سره مخ دی، په افغانستان کې د ترهګرۍ انډيکس  په ۲۰۲۵ کال کې ۶.۶۸ ته راټیټ شوی، چې دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې ۷.۲۶ و.

 

د راپور له مخې، په افغانستان کې د ترهګرۍ شمېر له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۵ پورې په اوسط ډول ۸.۰۷ پاتې شوی دی. دغه شمېر په ۲۰۱۲ کال کې تر ټولو لوړې کچې (۹.۱۲) ته رسېدلی او په ۲۰۰۲ کال کې یې تر ټولو ټیټه کچه (۵.۷۰) ثبت شوې ده.

 

همدارنګه، په لوېدیځو هېوادونو کې د ترهګرۍ پېښې ۲۸۰ سلنه زیاتې شوي دي، چې ۵۷ کسان پکې وژل شوي دي. دا زیاتوالی د څو لویو بریدونو له امله رامنځته شوی، لکه په متحده ایالاتو او اسټرالیا کې بریدونه.

 

تېر کال، پاکستان د نړیوال ترهګرۍ انډيکس کې دویم مقام درلود، خو سږکال یې لومړی ځای خپل کړی، چې دا د هېواد د امنیتي وضعیت د خرابېدو څرګندونه کوي.