د چمن ضلعي انتظاميې د غير معياري يخ د جوړولو خلاف عملياتو کې په بېلابېلو سيمو کې د يخ پر فېکټريو چاپې وهلې دي او د روغتيايي اصولو د سرغړونو په تور يې څو فېکټرۍ سيل کړې دي.
د چمن د اسسټنټ کمشنر، عزيز الله کاکړ، په مشرۍ د انتظاميې او اړوندو ادارو ګډو ډلو د يخ جوړولو د يو شمېر فېکټريو معاينه وکړه.
چارواکي وايي، د پلټنو پر مهال په ځينو فېکټريو کې روغتيايي معيارونو ښکاره سرغړونې وموندل شوې.
د انتظاميې په وينا، په ځينو ځايونو کې د يخ جوړولو لپاره غير معياري اوبه او ناپاک چاپېريال کارول کېده، چې د عامو خلکو روغتيا ته يې جدي خطر پېښاوه.
ضلعي انتظاميې ويلي دي، چې د سرغړونو په تور يې يادې فېکټرۍ سمدستي سيل کړې او ځيني مسؤل کسان يې هم نيولي دي. چارواکي وايي، د نيول شوو کسانو پرضد قانوني کارروایي روانه ده.
اسسټنټ کمشنر عزيز الله کاکړ ويلي دي، چې هر څوک چې د غير معياري يخ يا نورو خوراکي توکو په جوړولو او خرڅولو کې ککړ وموندل شي، د قانون منګولو ته به راکاږل شي. د هغه په وينا، د ولس د روغتيا د خوندي ساتلو لپاره به دا ډول عمليات دوام لري.
د چمن ضلعي انتظاميې زياته کړې ده چې د خوراکي توکو د معيار د يقيني کولو او د ولس د روغتيا د خوندي ساتلو لپاره به په راتلونکو ورځو کې هم د پلټنو او څارنې لړۍ روانه وي.

نعيم اچکزئي