د بلوچستان د دکۍ ضلعې د ټرک ټرانسپورټ اتحادیې مشر ،رضا محمد ناصر، او نورو مشرانو ،د جون په ۱۶مه، په یوه خبري غونډه کې ویلي دي، چې د پېټي ټېکداران ایسوسی ایشن سره د تېرو څو ورځو راهیسي روانې خبرې اترې بریالۍ پای ته رسېدلې دي. دوي وویل چې د خبرو اترو په پایله کې پرېکړه وشوه چې ،د جون د ۱۷مې، څخه به د سکرو د بارولو او ښکته کولو لړۍ بېرته پېل شي.
د ټرک ټرانسپورټ اتحادیې مشرانو وویل، چې د په خبرو کې د دکۍ په رکنۍ سیمه کې د سوځول شوي ټرک د تاوان پر ورکړې هوکړه هم شوې ده.
د تړون له مخې، تر هغو چې د سوځول شوي ټرک بشپړ تاوان نه وي ادا شوی، د «بابِ دوکۍ» په ځای کې به ټول پېټي ټېکداران د هر ټن سکرو پر سر ۲۰۰ روپۍ د تاوان ځانګړي فنډ ته جمع کوي.
د اتحادیې مشرانو وویل چې د فنډ د څارنې لپاره به څلور کسیزه ګډه کمېټه جوړه شي چې دوه غړي به یې د پېټي ټېکداران ایسوسی ایشن او دوه نور به د ټرک ټرانسپورټ اتحادیې استازي وي.
دوي زیاته کړه چې د څو ورځني کاربندیز له امله د سکرو کانونو او اړوند صنعت ته د مېلیونونو روپیو زیان اوښتی، خو ټرانسپورټران نه غواړي چې د سکرو صنعت ته نور زیان ورسېږي.
د هغوي په وینا، کاربندیز د دې لپاره شوی و چې په بېلابېلو لویو لارو د ټرانسپورټرانو ټرکونه سوځول کېږي او د یوه ټرک بیه څو مېلیونو روپیو ته رسېږي.
د ټرک ټرانسپورټ اتحادیې مشرانو هیله څرګنده کړه چې د تړون له عملي کېدو سره به د ټرانسپورټرانو اندېښنې کمې شي او د سکرو د لېږد بهیر به بېرته په عادي ډول روان شي.

نعيم اچکزئي