د امريکا او ايران ترمنځ د وروستيو پوځي شخړو د پای ته رسولو لپاره د يوې لومړنۍ هوکړې د رامنځته کېدو راپورونه خپاره شوي دي او تمه ده چې دواړه هېوادونه به د روانې اوونۍ په وروستيو کې په سویس کې دغه تفاهم په رسمي ډول لاسليک کړي.

 

د راپورونو لمخې، دغه تفاهم د پاکستان او قطر په منځګړيتوب شوی دی او موخه يې د جګړې درول، د هرمز تنګي بېرته پرانيستل او د ايران د اټومي پروګرام په اړه د راتلونکو خبرو اترو لپاره د لارې هوارول دي.

 

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي دي چې دواړه خواوې د هوکړې پر چوکاټ سلا شوي دي. نوموړي په يوه پيغام کې ويلي دي چې د هرمز تنګی به د نړيوالو بېړيو پر مخ بېرته پرانيستل شي او امريکا به د ايران پر بندرونو او سمندري لارو لګېدلي محدوديتونه پای ته ورسوي. هغه دغه پرمختګ د سيمي د سولې او د نړيوالو انرژۍ بازارونو لپاره مهم ګام بللی دی.

 

بلخوا، د امريکا مرستيال ولسمشر جی ډي وانس ويلي دي چې د ايران د کنګل شويو شتمنيو ازادول او د بنديزونو نرمول به د تهران له لوري د اټومي پروګرام په اړه د عملي او تاييدېدونکو ګامونو سره تړلي وي. نوموړي ټينګار کړی چې هر ډول اقتصادي اسانتياوې به د دواړو خواوو د ژمنو له عملي کېدو سره سم مخته ځي.

 

ايراني چارواکو تر اوسه د هوکړې بشپړ متن نه دی خپور کړی، خو ويلي يې دي چې د تفاهم عملي کېدل به د رسمي لاسليک او د دواړو خواوو د ژمنو له پوره کېدو وروسته پيلېږي. د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې تهران به د خپل سوله ييز اټومي پروګرام او ملي حاکميت په اړه له خپل دريځه نه تېرېږي.

 

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د دغه پرمختګ هرکلی کړی دی او ويلي يې دي چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د برياليتوب لپاره د اسانتيا برابرولو رول لوبولی دی. نوموړي دغه تفاهم د سيمي د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره يو مهم ګام بللی دی.

 

د راپورونو له مخې، په وړانديز شوې هوکړه کې د ايران د کنګل شويو شتمنيو د يوې برخې ازادول، پر ايراني تېلو او پېټروکيمياوي محصولاتو د ځينو بنديزونو ځنډول، د هرمز تنګي پرانيستل او د ايران د اټومي پروګرام په اړه د ۶۰ ورځنيو خبرو اترو پېل شامل دي.

 

خو د هوکړې بشپړ متن لا تر اوسه نه دی خپور شوی او د تړون د ډېرو مادو په اړه رسمي جزييات نه دي اعلان شوي. شنونکي وايي چې د دې تفاهم برياليتوب به تر ډېره د امريکا او ايران له لوري د ژمنو عملي کولو او د پاتې اختلافونو د حل له څرنګوالي سره تړلی وي.