اسلام اباد (شال نیوز): د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ د تیر کال د دفاعي لوظنامې لاندې، پاکستان نن خپل جنګي الوتکې او پوځي ځواکونه سعودي عرب ته لېږلي دي. دا ګام وروسته له هغې پورته شوی چې په سعودي کې د تېلو په مهمو تنصیباتو د بریدونو له امله د سیمې امنیتي حالات کړکېچن شوي دي.

د پاچا عبدالعزیز هوايي اډې ته د زلمو رسېدل

د سعودي دفاع وزارت د ايکس دلاري په یو رسمي بیان کې پخلی کړی چې د پاکستان د هوايي ځواک جنګي جهازونه او ملاتړې دستې د دغه هېواد په ختیځه صوبه کې 'کینګ عبدالعزیز' ایربیس ته رسېدلي دي. د سعودي چارواکو وینا ده چې دا ګام د دواړو ورورنو هېوادونو ترمنځ د ګډې دفاعي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره اخیستل شوی۔

 

د بریدونو لړۍ او د پاکستان غبرګون

رپوټونه ښیي چې دا جنګي الوتکې وروسته له هغې لېږل شوي چې په جوبیل کې د سعودي عرب د تيلو د مصنوعاتو په کارخانه د میزایلو برید وشو، چې پکې یو سعودي وګړی هم ووژل شو.  چې دا ځواکونه پر چا د برید لپاره نه دي تللي، بلکې مقصد یې د سعودي عرب د دفاعي نظام مضبوطول او ریاض ته دا ډاډ ورکول دي چې اسلام اباد یې په سخت وخت کې تر څنګ ولاړ دی.

 

د ستراتیژیکې دفاعي لوظنامې پلي کېدل

دا پوځي مرسته د هغه "ستراتیژیکې دفاعي لوظنامې" برخه ده چې تېر کال په سپتمبر کې د وزیر اعظم شهباز شریف او سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ترمنځ لاسلیک شوې وه. په دغه لوظنامه کې ویل شوي وو چې پر یو هېواد برید به پر دواړو هېوادونو برید ګڼل کېږي. دا پرمختګ په داسې حال کې کېږي چې په اسلام اباد کې د امريکا او ايران ترمنځ د امن خبرې اترې هم روانې دي او پاکستان هڅه کوي چې دا نوی کړکېچ دغه خبرې اترې اغېزمنې نه کړي.