د چارسدې په سردریاب سیمه کې د کابل سیند پر غاړه د لومړي ځل لپاره د ډریګن بوټ فېسټیول په نوم د کښتیو ځغلولو سیالۍ ترسره شوې. په دې ځانګړې سیالۍ کې ګډونوالو د کښتیو ځغلولو خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل او ګڼ شمېر نندارچیانو ترې خوند واخیست.

دغه فېسټیول د کلتوري او ورزشي اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ د سیاحت د ودې لپاره هم مهم ګام بلل کېږي.