د بلوچستان د ځوانانو ډاکټرانو اتحادیې له لوري د ډاکټرې ماه نور ناصر سره د یووالي او پر هغې د شوي تیزابي برید پر ضد پېل شوی احتجاج په نهمه ورځ هم دوام لري. د ډاکټرانو په وینا، په ټول بلوچستان کې د احتجاج لړۍ روانه ده او په دولتي روغتونونو کې د او پي ډي خدماتو بایکاټ لاهم پر ځای دی.

 

د ځوانانو ډاکټرانو مشرانو ویلي دي، چې ،تر هغې چې د دوي غوښتنې ونه منل شي او د پېښې مسؤل کسانو پر ضد اغېزمن اقدامات ونه شي، د دوي احتجاجي کیمپ به دوام ولري. هغوي له حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه کړې ده چې د ډاکټرانو خوندیتوب دې یقیني او اغېزمنو ته دې انصاف ورکړل شي.

 

بلخوا، د بلوچستان نیشنل ګوند د ښځو څانګې یو پلاوي هم په سول روغتون کوټه کې د ډاکټرې ماه نور ناصر په ملاتړ جوړ شوي یووالي کیمپ څخه لیدنه کړې ده. دغه پلاوی د ښځو د برخې سکرترې ،شکیله نوید دهوار، په مشرۍ ورغلی و، چې پکې د ګوند د مرکزي کابینې غړې شمایله اسمعیل، جمیله، پروین لانګو او فریده سملانۍ هم شاملې وې.

 

پلاوي پر ډاکټرې ماه نور ناصر شوی برید په سختو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې ښځینه روغتیايي کارکوونکې د ټولنې مهمه شتمنۍ ده، او پر هغوي هر ډول تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی. د پلاوي په وینا، د دندې پر مهال پر یوې ښځینه ډاکټرې برید یوازې پر یوه فرد نه، بلکې پر ټول طبي نظام برید ګڼل کېږي.

 

د ښځینه پلاوي غړو غوښتنه وکړه چې د پېښې دې شفافې او بشپړې پلټنې وشي او په ټول بلوچستان کې دې د ښځینه ډاکټرانو او نورو روغتیايي کارکوونکو د خوندیتوب لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړل شي.

 

دوي له ډاکټرانو سره د بشپړ یووالي څرګندونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ډاکټرې ماه نور ناصر ته د انصاف تر رسېدو پورې به خپل غږ پورته کوي.

 

د یادونې وړ ده چې ،د جون په ۶مه، د کوېټې په سول روغتون کې په یوه ښځینه ډاکټرې ،ماه نور ناصر، تیزاب شیندلی شوي وو، چې له امله نوموړې سخته ټپي شوې.

 

د برید نه پس پولیسو د تېښتې په مهال پولیسو د بریدګر د وژنې دعوه وکړه خو د ډاکټرانو ټولنه د دې پېښې د ژورو پلټنو غوښتنه کوي.