په وفاقي دارالحکومت اسلام اباد کې د امريکا او ايران د لوړپوړو وفدونو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو نه وروسته اوس د دواړو هېوادونو د کارپوهانو ټیمونو یو بل ته لېکلي متنونه سپارلي دي۔

 

دا پرمختګ په داسې حال کې شوی چې په منځني ختیځ کې د فبرورۍ د ۲۸مې نېټې راهیسي د پېل شوې جګړې په لړ کې د پاکستان په منځګړیتوب دوه اونیز اوربند جاري دی او نړۍ د دې خبرو اترو پایلو ته په تمه ده۔

 

د اسلام اباد د سرینا هوټل مذاکرات او د تخصصي کمېټیو ګډون

د ايران د اسلامي جمهوریت حکومت په خپله رسمي ایکس پاڼه باندې تایید کړې ده چې په اسلام اباد کې د امريکا او ايران ترمنځ خبرې اترې اوس د کارپوهانو مرحلې ته ننوتي دي۔ په دې حساس پړاو کې اقتصادي، نظامي، قانوني او ایټمي کمېټیو برخه اخیستې ده ترڅو په تخنیکي جزیاتو بحث وشي۔ د ايران حکومت وایي چې دا مذاکرات دا وخت په سرینا هوټل کې جاري دي او هڅه کېږي چې د دواړو لوریو ترمنځ په اختلافي ټکو باندې لیکلي تفاهم ته لاره هواره شي۔

 

د جی ډي وېنس او محمد باقر قالیباف په مشرۍ کې د وفدونو لیدنې

د امريکا د وفد مشري نایب صدر جی ډي وېنس کوي چې ورسره د ډونالډ ټرمپ زوم جیرډ کوشنر او د منځني ختیځ لپاره خاص استازی سټیو ویټکوف هم ملګري دي۔ بلخوا د ايران د وفد مشري د پارلمان سپیکر محمد باقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کوي۔

 

د ايران صدر مسعود پزشکیان په خپله یوه تازه بیانیه کې ویلي دي چې د دوي وفد د هېواد د ګټو ساتلو لپاره پوره ژمن دی او په ډېر جرئت سره به مذاکرات مخکې وړي۔ هغه دا هم وویل چې د مذاکراتو پایله هر څه وي خو حکومت به د خپل ولس تر څنګ ولاړ وي۔

 

د پاکستان رول او د سیمي د امن لپاره هڅې پاکستان چې د دې تاریخي مذاکراتو کوربه دی، د وزیر اعظم شهباز شریف په مشرۍ یې دواړو وفدونو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی۔ دا مذاکرات د هغې جګړې د ودرولو لپاره یوازینۍ ډیپلوماټیکه هڅه ده چې نړیوال اقتصاد او د سیمي ثبات یې له خطر سره مخ کړی و۔ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دوي به د دواړو لوریو ترمنځ د منځګړي په توګه خپل رول ته دوام ورکوي ترڅو په منځني ختیځ کې تلپاتي امن ته لاره هواره شي۔