د خېبرپښتونخوا کرمې ضلعې د پاراچنار په نستی کوټ سیمه کې د اووم ټولګي زده کوونکی، دیدار علي، د بارودي سورنګ په چاودنه کې د یوې پښې له لاسه ورکولو وروسته د تل لپاره معذوره شو.

 

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې د خېبر پښتونخوا  په قبایلي ضلعو کې د جګړو له وخته پاتې شوي بارودي مواد لا هم د عامو خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند اخلي.

 

د ناورین پراختیا

یوازې پاراچنار نه، بلکې په نورو قبایلي ضلعو لکه سویلي او شمالي وزیرستان (سروکئ، سرا روغه، واڼه)، اورکزۍ، خیبر، مومند او باجوړ کې دا ډول پېښې وخت په وخت رامنځته کېږي. د شمېرو له مخې، تر دې دمه په دغو سیمو کې د ځمکه ښخو ماینونو او د جګړو پاتې شونو له امله په سلګونو ماشومان معذوره شوي دي.

 

د چارواکو دریځ

حکومتي او امنیتي چارواکي که څه هم دعوه کوي چې په اغېزمنو سیمو کې د ماینونو پاکولو عملیات په دوامدار ډول روان دي، خو د سیمي ولسي مشران د دغو عملیاتو پر سرعت نیوکې کوي. دوی وايي چې د پاکولو بهیر باید ګړندی شي ترڅو نور ماشومان د داسې پېښو ښکار نه شي.

 

د سیمي غوښتنه

د پاړاچنار د نستی کوټ اوسېدونکي، چې په څو ورځو کې د شپږو چاودنو شاهدان دي، وايي چې یوازې وعدې کافي نه دي. د دوي په وینا، تر څو چې دغه پټي او لارې له چاودېدونکو توکو په بشپړه توګه پاکې نه شي، د سیمې خلک به په دوامداره وېره کې ژوند کوي.