د امریکايي خبریال ډیویډ روډ د تښتونې له پېښې شاوخوا شپاړس کاله وروسته، د امریکا یوې فدرالي محکمې ،د جون په ۱۳مه، د طالبانو پخوانی قومندان حاجي نجیب الله د دې قضیې او نورو اړوندو جرمونو په تړاو په ۴۲ کاله بند محکوم کړی دی.

 

دا قضیه چې په ۲۰۰۸ کال کې پېل شوې وه، د افغانستان د جګړې له هغو پېچلو کیسو څخه ګڼل کېږي چې په کې د یرغمل نیونې، وسلوالو ډلو، مالي ګټو او سیمه ییزو امنیتي شبکو نومونه سره تړل شوي دي.

 

د محکمې اسنادو او د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د «نیویارک ټایمز» خبریال ډیویډ روډ د ۲۰۰۸ کال د نومبر په ۱۰مه نېټه د خپل افغان ژباړونکي ،طاهر لودین، او موټرچلوونکي ،اسدالله منګل، سره د افغانستان په لوګر ولایت کې وتښتول شو.

 

راپورونه وایي چې ډیویډ روډ د طالبانو د فعالیتونو په اړه د معلوماتو د راټولولو لپاره سیمي ته تللی و، خو د مرکې په پلمه د وسلوالو له خوا یرغمل شو.

 

وروسته نوموړی او ملګري یې د افغانستان له خاورې د پاکستان شمالي وزیرستان ته ولېږدول شول، چرته چې د هغه وخت د بېلابېلو وسلوالو ډلو پراخ حضور موجود و.

 

د خپرو شویو تحقیقاتو له مخې، تښتوونکو د یرغمل د خوشي کېدو په بدل کې د میلیونونو ډالرو او د بندیانو د تبادلې غوښتنې مطرح کړې وې، خو د دغو غوښتنو په اړه هېڅ رسمي موافقه نه وه شوې.

 

ډیویډ روډ او طاهر لودین د ۲۰۰۹ کال د جون پر ۲۰مه نېټه له شاوخوا اوو میاشتو بند وروسته وتوانېدل چې له خپل بند ځایه وتښتي او د پاکستان د پوځ یوې پوستې ته ځان ورسوي.

 

د دوي تېښتې په هغه وخت کې نړیوال سرلیکونه جوړ کړل، خو ورسره د وسلوالو ډلو ترمنځ د شکونو او تورونو نوې لړۍ هم پېل شوه.

 

د «ټایپ انویسټیګېشنز» او «دې نېشن» مجلې د راپورونو له مخې، د روډ له تېښتې وروسته د طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمنځ دا شکونه پیدا شول چې ګواکې د یرغمل د خوشې کېدو تر شا کومه پټه مالي معامله شوې ده.

 

د دغو راپورونو له مخې، ځینو قومندانانو پر یو بل تور پورې کاوه چې ښايي د فدیې احتمالي پیسې پټې ساتل شوې وي، خو تر اوسه د داسې کومې معاملې خپلواک او کره شواهد نه دي وړاندې شوي.

 

په همدې راپورونو کې دا ادعا هم شوې چې د موضوع د روښانه کولو لپاره د پاکستان استخباراتي ادارې ،آیي ایس آیي، د ځینو کسانو پوښتنې ګروېږنې کړې وې، خو د پاکستان حکومت او ایي ایس ایي په رسمي ډول د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

شال نیوز په خپلواکه توګه د دغو ادعاوو تصدیق نه دی کړی.

 

ډیویډ روډ وروسته په خپلو مرکو او لیکنو کې ویلي وو چې د هغه تښتونه یوازې د یوه خبریال د یرغمل نیونې پېښه نه وه، بلکې د سیمي د وسلوالو ډلو، مالي ګټو او نفوذ د سیالیو یوه بېلګه هم وه.

 

د محکمې د اسنادو له مخې، حاجي نجیب الله په ۲۰۲۰ کال کې په اوکراین کې ونیول شو او وروسته امریکا ته وسپارل شو. نوموړی د ډیویډ روډ د تښتونې او یو شمېر نورو قضیو په تړاو محاکمه شو.

 

د امریکا فدرالي محکمې په خپلې وروستۍ پرېکړه کې هغه مجرم وپېژاند او د ۴۲ کلونو بند سزا یې واوروله.

 

د څېړونکو په باور، د ډیویډ روډ قضیه د افغانستان د جګړې له هغو مهمو قضیو څخه ده چې د وسلوالو ډلو د فعالیتونو، د سرحدي سیمو د امنیتي وضعیت او د جګړې د اقتصاد ځیني پټ اړخونه راڅرګندوي.