د جماعت اسلامي امير ،حافظ نعيم الرحمن، ويلي دي چې د سږ کال بوديجه کې د څو نمايشي پروګرامونو له لارې ولس ته د هيلو ورکولو هڅه کېږي، خو د معلوماتي ټېکنالوژۍ د زده کړو د عامولو او د بې روزګارۍ د ستونزې د حل لپاره پکې کوم عملي او اغېزناک پلان نه تر سترګو کېږي.

 

هغه دا څرګندونې د خېبر پښتونخوا په مردان ښار کې د الخدمت فاونډېشن د “بنو قابل” پروګرام د داخله ازموينې په يوه غونډه کې وکړې.

 

حافظ نعيم الرحمن وويل، چې د هېواد اقتصادي وده ټکنۍ شوې، بې روزګاري زياته شوې او د ولس له مالياتو راټولې شوې پيسې د يوې ځانګړې طبقې پر لګښتونو مصرفېږي. د هغه په وينا، پر پټرولو د لېوي او نورو مالياتو له لارې پر ولس نور مالي بار اچول شوی دی.

 

نوموړي ادعا وکړه چې د لوړو حکومتي چارواکو لپاره د لوکسو موټرو او نورو امتيازاتو لپاره بوديجې ځانګړې کېږي، خو د ځوانانو د مهارتونو لوړولو او د معلوماتي ټېکنالوژۍ د زده کړو د پراختيا لپاره جدي ګامونه نه پورته کېږي.

 

د جماعت اسلامي امير وويل، چې په هېواد کې ميليونونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي او د تعليم نظام په بېلابېلو طبقو وېشل شوی دی. هغه دا هم وويل چې د لوبو ميدانونه او عامه ځايونه د ناقانونه قبضو له ګواښ سره مخ دي.

 

حافظ نعيم الرحمن له ځوانانو وغوښتل چې د سياسي او ډله ييزو وېشونو پر ځای د خپلو حقونو، تعليم او اقتصادي فرصتونو لپاره ګډه مبارزه وکړي. هغه د بېلابېلو سياسي ګوندونو په ګډون د پاکستان تحريک انصاف، ځوانانو ته د ګډ کار بلنه هم ورکړه.

 

نوموړي وويل، د “بنو قابل” او “زي کنېکټ” پروګرامونه د شتمنو او جاګيردارو کورنيو لپاره نه، بلکې د مزدورانو او منځنۍ طبقې د اولادونو د پرمختګ لپاره جوړ شوي دي.

 

د هغه په وينا، جماعت اسلامي به ځوانانو ته د معلوماتي ټېکنالوژۍ ترڅنګ مسلکي مهارتونه هم ورزده کړي او د کوچنيو کاروبارونو د پېل لپاره به د پورونو اسانتياوې هم برابرې کړي.