د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال لومړنی سراسري د پولیو واکسین کمپاین یې پېل کړی، چې هدف یې په ټول هېواد کې د دې ناروغۍ بشپړ له منځه وړل دي.
د کمپاین د پرانیستي په مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي وویل، وزارت ژمن دی چې د پولیو ویروس د خپرېدو مخه ونیسي او دا ناروغي په بشپړه توګه ختمه کړي.
دا درې ورځنی کمپاین به د دوشنبې په ورځ پېل شي او د افغانستان په ټولو سیمو کې به له پنځو کلونو کم عمره ماشومان پکې واکسین شي. خو د سړې هوا له امله په دایکنډي او بامیان ولایتونو کې کمپاین ځنډول شوی او په غور ولایت کې به یوه اوونۍ وروسته پېل شي.
وزیر له دیني عالمانو، قومي مشرانو او والدینو وغوښتل چې د واکسین ټیمونو سره همکاري وکړي او د خپلو ماشومانو روغتیا خوندي کړي. هغه ټینګار وکړ چې د پولیو تر بشپړ له منځه وړلو پورې به د واکسین پروګرامونه دوام ولري.
سربېره پر دې، د کمپاین پر مهال به د ۶ میاشتو څخه تر ۵۹ میاشتو پورې ماشومانو ته د ویټامین “ای” تکمیلي څاڅکي هم ورکړل شي، څو د هغوي معافیتي سیستم پیاوړی شي او عمومي روغتیا یې ښه شي.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان او پاکستان په نړۍ کې اخيري داسې هېوادونو دي چې د پوليسو ويروس پکې تر دې دمه شتون لري.

شال نیوز