د افغانستات د لغمان ولایت د اقتصاد ریاست مسؤلینو ویلي دي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال په ترڅ کې به په دغه ولایت کې د بېلابېلو همکارو مؤسسو له لوري د ۳۶ میلیونه او ۵۵ زره او ۳۸۳ امریکایي ډالرو په ارزښت ۵۰ پراختیايي پروژې پلې شي.
د چارواکو په وینا، دا مهال په لغمان کې ۳۲ ملي او نړیوالې مؤسسې فعالیت لري او د روان کال لپاره یې د یادو ۵۰ پروژو پلانونه بشپړ کړي دي. د ځینو پروژو عملي چارې پېل شوې او د پاتې نورو د پلې کېدو بهیر به هم په نږدې راتلونکې کې پېل شي.
د اقتصاد ریاست د معلوماتو لمخې، یادې پروژې د روغتیا، کرنې، پوهنې، بیارغونې، مالي او بشري مرستو په برخو کې عملي کېږي او موخه یې د عامه خدمتونو پراختیا، د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول او د سیمه ییز پرمختګ پیاوړتیا ده.
چارواکي وایي، د دغو پروژو له لارې به د ولسونو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کېدو ترڅنګ زرګونو ځوانانو ته د کار او روزګار فرصتونه هم برابر شي، چې دا به د ولایت په اقتصادي وضعیت او د بې کارۍ په کمېدو کې مهم رول ولوبوي.
د اقتصاد ریاست مسؤلینو زیاته کړې، چې یو شمېر نورو مؤسسو هم د زرګونو امریکایي ډالرو په ارزښت د نوو پروژو د تمویل ژمنې کړې دي او ټاکل شوې ده چې د دغو پروژو عملي چارې هم په نږدې راتلونکې کې پېل شي.
کارپوهان باور لري چې د دغو پراختیايي پروژو پلي کېدل به په لغمان کې د بنسټیزو خدمتونو د پراختیا، اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د کچې په لوړولو کې اغېزناک رول ولري.

شال نیوز