د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي دي چې د امريکا او ايران ترمنځ د سولې د احتمالي هوکړې وروستی او موافقه شوی متن بشپړ شوی دی او پاکستان اوس له دواړو خواوو سره د راتلونکو ګامونو د وروستي کولو لپاره نږدې کار کوي.
ښاغلي شهباز شريف په اېکس (پخواني ټويټر) کې په خپره شوې اعلاميه کې ويلي دي، چې سره له دې چې د سولې د روان بهير د ګډوډولو لپاره د ناسمو معلوماتو او تبليغاتو کمپاین دوام لري، خو د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت اوس تر بل هر وخت نږدې شوی دی.
د پاکستان د وزيراعظم په وينا، اسلامآباد د امريکا او ايران ترمنځ د منځګړيتوب او ډيپلوماټيکو هڅو په دوام د دواړو لورو له استازو سره په تماس کې دی او هڅه کوي چې د سولې بهير وروستي پړاو ته ورسوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستيو ورځو کې د امريکا او ايران ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي. د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم تر دې وړاندې ويلي وو چې د هوکړې په اړه ځيني خپاره شوي معلومات له حقيقت سره سمون نه لري او لا هم د دواړو خواوو ترمنځ مهمې خبرې روانې دي.
بل لور ته د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي ويلي، چې د احتمالي هوکړې په اړه راپورونه تر ډېره اټکلونه دي او تر اوسه کومه وروستۍ موافقه نه ده شوې. هغه ټينګار کړی چې د هوکړې په اړه به وروستۍ پرېکړه د ايران د ملي ګټو او د هېواد د اساسي دريځونو پر بنسټ کېږي.
د امريکا، ايران او پاکستان د چارواکو وروستيو څرګندونو د دې احتمال پياوړی کړی دی چې دواړه هېوادونه د اوږدې مودې کړکېچ د پای ته رسولو لپاره يوې سياسي هوکړې ته نږدې شوي دي، خو تر اوسه د دې احتمالي هوکړې بشپړ متن او جزئيات په رسمي ډول نه دي خپاره شوي.
کارپوهان وايي، که دواړه لوري وروستۍ سياسي منظوري ورکړي، نو دا به نه يوازې د امريکا او ايران ترمنځ د اړيکو په ښه والي کې مهم پرمختګ وي، بلکې د منځني ختيځ د امنيتي وضعيت، سيمه ييز ثبات او نړيوال اقتصاد لپاره به هم پراخې اغېزې ولري.

شال نیوز