د نړۍ په تر ټولو لوړ پولو میدان شندور کې د کلنۍ پولو مېلې د دویمې ورځې سیالۍ په جوش او جذبې سره روانې دي. په یوې زړه راښکونکې لوبه کې د چترال ډي پولو لوبډلې د ۴ ګولونو په مقابل کې د ۳ ګولونو سره ګلګت بلتستان ډي پولو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

 

د لوبې نندارې ته ګڼ شمېر کورني او بهرني سیلانیان او د پولو مینه ‌وال ورغلي وو. د لوبې ترڅنګ د چترال دودیزه موسیقي، اتڼونه او نور کلتوري پروګرامونه هم ترسره شول. همدارنګه د پیراګلایډنګ زړه راښکونکې مظاهرې د ګډونوالو پام ځان ته واړاوه او د مېلې رنګیني یې لا زیاته کړه.